نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د شمال ختیځ هند او بنګلادېش په سیمو کې د ځمکې ښويدنې له امله ډېر خلک وژل شوي.
په هند او بنګله‌دېش کې د سېلاب ځپلو سیمو خلک د نورو ځمکې ښويدنې له ویرې سره مخ دي، پداسې حال کې چې د ژغورنې ډلې هڅه کوي بند پاتې شوي اوسېدونکي د دوامدارو درنو بارانونو له امله وژغوري او خوندي ځایونو ته یې ولېږدوي.
د شمال ختیځ هند او بنګلادېش په سیمو کې د ځمکې ښويدنې له امله ډېر خلک وژل شوي.
/ AP

چارواکو او رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل، په هند کې د شمال ختیځ سیمو کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښویدنې په پایله کې په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي، او د هوا پېژندنې ادارې د نورو سختو بارانونو وړاندوینه کړې ده.

د هیمالیه په ایالت سکیم کې له زرو زیات سیلانیان بند پاتې شوي وو چې د دوشنبې په ورځ د حکومت په وینا د هغوی د ایستلو هڅې روانې وې. په همدې حال کې په میګالیا ایالت کې د پوځ د ژغورنې ډلې د ۵۰۰ څخه زیاتو خلکو د ژغورلو لپاره هڅې پیل کړې دي چې په سیلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې وو.

په ګاونډي هېواد بنګله‌دېش کې، د سلهاټ په شمال ختیځ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه څلور غړي د ځمکې ښویدنې له امله مړه شوي دي، په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ په رنګامټي، بندربن او خګراچري غرنیو ولسوالیو کې سلګونه پناه ځایونه پرانیستل شوي دي.

چارواکو د نورو ځمکو ښویدنو او ناڅاپي سیلابونو خبرداری ورکړی دی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په زیانمنو سیمو کې د خطر په وړاندې هوښیار پاتې شي.

سیلابونه میلیونونه خلک اغېزمنوي

د هند شمال ختیځ او بنګله‌دېش د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښویدنو او ناڅاپي سیلابونو په وړاندې ډېر زیانمن دي، چې هر کال میلیونونه خلک اغېزمنوي.

د آسام ایالت د سیلچار ښار سړکونه او کورونه په اوبو کې ډوب شوي دي، د ANI خبري اژانس لخوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې ونې په سړکونو غورځېدلې دي.

سونُو دیوي، چې د سیلچار اوسېدونکې ده، ANI ته وویل: "موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. زه یو ماشوم لرم، د هغه کټ په اوبو کې ډوب شوی دی. موږ په داسې حالت کې څه وکړو؟ موږ ټوله شپه ویښ پاتې یو."

وپلټۍ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کانګرس کنټرول: د تېرو منځمهالو ټاکنو لړۍ د نوامبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو ننګونو ته رڼا اچوي
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی