د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د روسیې د انرژۍ د عوایدو په نښه کوونکي پراخ امریکایي بندیزونه او تعرفې معاف شوې، چې دا له اوکراین سره د واشنګټن په اړیکو کې د خرابوالي یوه نوې ټیټه کچه په ګوته کوي.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپايي ټولنې له مشرانو وغوښتل چې په راتلونکي کال کې د کییف د جګړې لپاره نږدې ۸۰ میلیارده ډالره نوره مالي مرسته وکړي، او ټینګار یې وکړ چې د ټرمپ د ملاتړ له کمېدو سره سره، هغه د خپل هېواد دفاع ته ولاړ دی.
د مړ شوي امریکايي سناتور «لیندسي ګراهام قانون» په نوم نومول شوی، لایحه چې ټرمپ ته دا واک ورکړی و چې د روسیې د تېلو او ګازو پر لویو پیرودونکو تر ۱۰۰ سلنې پورې محصول ولګوي.
دغه قانون چې ټرمپ تېره میاشت لاسلیک کړی و، د روسیې د انرژۍ او دفاع سکتورونه، ولسمشر ولادیمیر پوتین او نور جګپوړي چارواکي، او همدارنګه د ټانکرونو هغه سیوري بېړۍ (shadow fleet) په نښه کړې وې چې مسکو یې د لویدیځو بندیزونو د ماتولو لپاره کاروي. خو ټرمپ د نوي فرمان سره دا لایحه وځنډوله .
د روسیې د بندیزونو په اړه د ټرمپ شاتګ وروسته له هغې راځي چې هغه له پوتین سره یوه هوکړه وکړه، ترڅو د مسکو لخوا نړیوالو بازارونو ته د زیاتو ډیزلو د وړاندې کولو په بدل کې، پر روسیې بندیزونه کم کړي.
په ایران کې د امریکا د ولسمشر جګړې د تېلو سخته کمتیا او د بیو لوړوالی رامنځته کړی، چې په راتلونکې میاشت کې د منځمهاله ټاکنو تر ترسره کېدو وړاندې یې د هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره لوی خنډونه جوړ کړي دي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ټاکنو وړاندې د ټرمپ د کورنیو ستونزو لپاره هغه د قربانۍ پسه جوړیږي که نه، زیلینسکي یوازې موسکا وکړه.
له یوې اوږدې وقفې وروسته، هغه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "دا زما ځواب دی."
د امریکا او اوکراین ترمنځ د اختلاف په نښه هغه وخت راڅرګنده شوه ، وروسته له هغې چې زیلینسکي خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د روسیې د تیلو پر تصفیه خانو بریدونه بیا پیل کړي، ټرمپ د کییف دا کړنې «شرموونکې» وبللې.
د اروپايي ټولنې له مشرانو سره تر خبرو وروسته زیلینسکي وویل: "زه په ځانګړې توګه یوازې د اوکراین او اوکرایني وګړو د ګټو دفاع کوم."
د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ د اړیکو خرابوالي دا وېرې راپارولې چې امریکایی مشر د مسکو خوا نیسي.
اوکراین د جګړې په ډګر کې د اړیکو نیولو لپاره د ایلون ماسک د سپېس ایکس شرکت له ټیکنالوژۍ څخه کار اخلي، خو د ټیکنالوژۍ دغه میلیارډر چې د زیلینسکي سخت نیوکګر دی، ویلي چې شرکت یې د اړیکو د خنډونو تر شا لاس نه لري، په ورته وخت کې یوه امریکايي چارواکي هم د ټرمپ هر ډول لاسوهنه رد کړې ده..
د پوتین استازی: د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو مخنیوی یوه «تاریخي شېبه» ده
د روسیې د ولسمشر یوه استازي د شنبې په ورځ وویل، پر روسیې د بندیزونو د نوې کڅوړې د معافولو په اړه د ټرمپ پرېکړه یوه «تاریخي شېبه» ده.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي، کیریل دیمیتریف پر ټولنیزو رسنیو وویل: "د ټرمپ د ادارې لخوا د ګراهام د قانون ځنډول یوه مهمه او په رښتیا هم یوه تاریخي شېبه ده."
کرملین او پوتین، چې د جمعې په ورځ په نظامي جامو کې راڅرګند شول او ویې ویل چې مسکو نیت لري د ختیځ اوکراین پاتې سیمې هم ونیسي، تر اوسه یې د دې اقدام په اړه چې د روسیې لپاره یوه لویه ډیپلوماتیکه بریا ده، غبرګون نه دی ښودلی.
دیمیتریف وویل، دغه قانون به "له هر څه وړاندې پخپله د امریکا اقتصاد او نړیوالو بازارونو ته سخت زیانونه اړولي وای".























