منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اوربند سره سره  د اسرائیل پوځ د لبنان پر پلازمېنه هوايي بریدونه وکړل
د اسرائیل پوځ د روان اوربند سره سره د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډو (ضاحیه) کې هوايي بریدونه کړي دي.
اوربند سره سره  د اسرائیل پوځ د لبنان پر پلازمېنه هوايي بریدونه وکړل
اوربند سره سره  د اسرائیل پوځ د لبنان پر پلازمېنه هوايي بریدونه وکړل

لبناني رسنۍ راپور ورکوي چې جنګي الوتکو د بیروت په جنوبي څنډو کې دوه استوګنې اپارتمانونه بمبار کړي دي.

د اسرائیل پوځ د روان اوربند سره سره د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډو (ضاحیه) کې هوايي بریدونه کړي دي.

د لبنان دولتي خبري اژانس (NNA) راپور ورکړی چې دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ د "حوته الغدیر" په سیمه کې پر دوو ودانیو کې دوه استوګنې اپارتمانونه په نښه کړل چې له امله یې څو کسان ټپیان شول.

د اناتولیا خبري اژانس خبریال ویلي چې اسرائیي جنګي الوتکو له کومې مخکینۍ خبرتیا پرته پر ضاحیه سیمه بمباري وکړه او له نښه شوې سیمې څخه د لوګیو لوخړې پورته کېدې.

پر اېکس (X) ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې، د اسرائیل د پوځ ویاند اویچای ادرعي ادعا وکړه چې پوځ په سیمه کې د حزب الله د زیربناوو یو مرکز په نښه کړی دی.

د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاټز په یوې ګډې اعلامیه کې ادعا شوې چې دا برید د یکشنبې په سهار پر شمالي اسرائیل د حزب الله د راکټي بریدونو په ځواب کې شوی دی.

د اسرائیل دولتي ټلوېزیون (KAN) ویلي چې اسرائیل تر برید وړاندې متحده ایالاتو ته خبر ورکړی و.

د یکشنبې ورځې دا بریدونه پر لبنان د جون له ۳مې نېټې راهیسې لومړي بریدونه وو؛ دا هغه نېټه وه چې په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ تر خبرو وروسته اوربند وغځول شو.

تر دې وړاندې د اسرائیل د مالیې وزیر بتسلیل سموتریچ له پوځ څخه غوښتي وو چې پر ضاحیه سیمه بریدونه وکړي.

اسرائیل په لبنان کې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی، چې د مارچ له ۲مې نېټې راهیسې یې تر ۳۵۵۰ ډېر کسان وژلي او له ۱۰۸۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده