نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
د دغې ټولنې ویاند وویل: "موږ د اروپایي ټولنې په توګه د جرمونو د نړیوالې محکمې او د روم په اساسنامه کې د ټاکل شویو اصولو ملاتړ کوو."
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه

وروسته له هغه چې د نتانیاهو الوتکه امریکا ته د تګ پر مهال یو ځل بیا د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د څو غړو هېوادونو له هوايي حریم څخه تېره شوه، اروپایي کمیسیون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه باید له دغې محکمې سره بشپړه همکاري وکړي، چې په هغې کې د نیولو د پاتې حکمونو پلي کول هم شامل دي.

د اروپايي ټولنې ویاند، انور العانوني د سه شنبې په ورځ د اروپایي کمیسیون په خبري ناسته کې وویل چې "د جرمونو د نړیوالې محکمې په اړه هر ډول ځانګړې پوښتنې باید مستقیمې همدې محکمې ته راجع شي." که څه هم هغه د نتانیاهو د ځانګړي حالت په اړه له تبصرې ډډه وکړه، خو بیا یې هم د اروپایي ټولنې پر رسمي دریځ ټینګار وکړ.

العانوني وویل: "موږ د اروپایي ټولنې په توګه د جرمونو د نړیوالې محکمې او د روم په اساسنامه کې د ټاکل شویو اصولو ملاتړ کوو. موږ د محکمې خپلواکۍ او بې پرېتوب ته درناوی کوو او د جرمونو نړیوال عدالت او له معافیت سره مبارزې ته په کلکه ژمن یو."

العانوني همدارنګه د اروپایي شورا د ۲۰۲۳ کال پرېکړه لیکونو ته په اشارې سره وویل: "شورا له ټولو هېوادونو غوښتنه کوي چې له محکمې سره بشپړه همکاري وکړي، چې په هغې کې د نیولو د حکمونو سمدستي پلي کول هم شامل دي."

د روم د اساسنامې له مخې مکلفیتونه:
د العانوني دا څرګندونې د "Flightradar" د هغو معلوماتو سره هم مهاله وې چې ښيي د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته د سفر پر مهال د نتانیاهو الوتکه د یونان، ایټالیا او فرانسې له فضا څخه تېره شوې ده، چې دا ټول د روم د اساسنامې غړي هېوادونه دي. دا الوتنه د نتانیاهو د هغو تېرو سفرونو په څېر وه چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۸مه او د فبرورۍ په ۱۰مه یې امریکا ته کړي وو.

د جرمونو نړیوالې محکمې په غزه کې د نسل وژنې پر مهال د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د نتانیاهو او د اسرائیل د پخواني دفاع وزیر، یوآو ګالانت د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

د روم د اساسنامې له مخې د همکارۍ مکلفیتونه، لکه د مطلوبو کسانو نیول، په اصل کې هغه وخت رامنځته کیږي کله چې اړوند کس په فزیکي توګه د یو غړي هېواد په خاوره یا قلمرو کې شتون ولري. خو قانون په ښکاره دا نه دي روښانه کړي چې آیا د یوه غړي هېواد له هوايي حریم څخه د مطلوب کس تېرېدل هم د هغه د نیولو مکلفیت رامنځته کوي که نه.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ