افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شو، سلګونه نور ټپیان دي
د یکشنبې په ورځ د شپې د اته نیمو بجو شاوخوا  د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې په شدت  زلزلې تر ټولو ډېر زیانونه د سمنګان او بلخ په شمالي ولایتونو کې اړولي دي. له ګاونډي ازبکستان او تاجکستان څخه د برېښنا مزي چې د زلزلې له امله پرې شوي وو، بېرته ورغول شول.
د افغانستان د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شو، سلګونه نور ټپیان دي
د افغانستان د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شو، سلګونه نور ټپیان دي / Reuters

د افغانستان د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شو، سلګونه نور ټپیان دي

د یکشنبې په ورځ د شپې د اته نیمو بجو شاوخوا  د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې په شدت  زلزلې تر ټولو ډېر زیانونه د سمنګان او بلخ په شمالي ولایتونو کې اړولي دي. له ګاونډي ازبکستان او تاجکستان څخه د برېښنا مزي چې د زلزلې له امله پرې شوي وو، بېرته ورغول شول.

د باختر آژانس د راپور له مخې، زلزلې د بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندز په ګډون څو شمالي ولایتونه لړزولي او ۷۳۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

ډیری مرګ ژوبله د سمنګان او بلخ په شمالي ولایتونو کې رامنځ ته شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، زلزلې "درانه ځاني او مالي زیانونه" اړولي دي.

د ژوندي پاتې شویو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.

د بلخ ولایت مرکز، مزارشریف ښار کې هم د مرګ ژوبلې تر څنګ د مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

تاریخي روضه مبارکه هم یو څه زیانمنه شوې ده.

د چارواکو په وینا، د بغلان په شمال لویدیځ ولایت کې هم د زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په چوګاني کلي کې شاوخوا ۸۰۰ کورونه قسمي ویجاړ شوي دي.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي