منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د توغندیزو بریدونو په زیاتېدو سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ یوځل بیا نښته پيل شوه.
د توغندیو د بریدونو له امله په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم د خطر زنګونه اورېدل شوي دي. په اسمان کې د چاودنو غږونه هغه مهال واورېدل شول کله چې د اسرائیلو هوايي دفاعي سیسټمونو د توغندیو د شنډولو هڅه کوله.
د توغندیزو بریدونو په زیاتېدو سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ یوځل بیا نښته پيل شوه.
د توغندیزو بریدونو په زیاتېدو سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ یوځل بیا نښته پيل شوه.

د ایران او یمن له لوري د توغندیو له توغول کېدو وروسته اسرائیل ادعا کړ چې هوايي دفاعي سیسټمونو راتلونکي توغندي شنډ کړل. د بله پلوه اسرائیل په ایران کې ځینې هدفونه وویشتل او په ماهشهر کې یې پر یوه پتروشیمي کمپلیکس د بریدونو راپور ورکړ.

د دوشنبې په ورځ له ایران څخه د توغندیو له توغول کېدو وروسته د اسرائیلو په مرکزي او سویلي څو ښارونو کې د خطر زنګونه (سایرنونه) وغږول شول. اسرائیلي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې له ایران څخه راتوغول شوي توغندي کشف کړي او هوايي دفاعي سیسټمونه د راتلونکو توغندیو د شنډولو لپاره کار کوي.

د توغندیو د بریدونو له امله په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم د خطر زنګونه اورېدل شوي دي. په اسمان کې د چاودنو غږونه هغه مهال واورېدل شول کله چې د اسرائیلو هوايي دفاعي سیسټمونو د توغندیو د شنډولو هڅه کوله.

اسرائیلي پوځ تر دې وړاندې د اوربند سربېره د لبنان د پلازمېنې بیروت په ضاحیه سیمه کې هوايي برید کړی و، چې ایراني چارواکي یې غبرګون او بدل اخیستلو ته وهڅول. له ایران څخه د شپې په دریو څپو کې توغول شویو توغندیو د اسرائیلو په څو شمالي ښارونو کې د خطر زنګونه وغږول، او ویل کېږي چې د اسرائیلو په لور شاوخوا ۱۰ توغندي ویشتل شوي دي. اسرائیلي پوځ دا هم ویلي چې د ایران لوېدیځې او مرکزي برخې یې په نښه کړې دي.

اسرائیلو له یمن څخه د یوه توغندي له شنډولو وروسته په موقتي ډول خپله هوايي فضا وتړله

د ۱۲م چینل د راپور له مخې، اسرائیلو د دوشنبې په ورځ له یمن څخه د یوه توغندي له شنډولو وروسته خپله هوايي فضا په موقتي ډول وتړله. اسرائیلي پوځ وویل چې دا توغندی یې وروسته له هغه شنډ کړ چې په لوی تل ابیب او د اسرائیلو په مرکزي او سویلي برخو کې د خطر زنګونه وغږول شول.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې سیمه ییزه کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې ایران د یکشنبې په ناوخته د بیروت په سویلي څنډو کې د اسرائیلو له برید وروسته د اسرائیلو شمال ته څو توغندي وویشتل. اسرائیلو وروسته په لوېدیځ او مرکزي ایران بریدونه پیل کړل، چې په ترڅ کې یې په تهران، اصفهان او تبریز کې د چاودنو راپورونه ورکړل شول.

ایراني رسنۍ وايي اسرائیلو پر یوه پتروشیمي شرکت برید کړی دی

په همدې حال کې ایراني رسنیو وویل چې اسرائیلو د ایران په سویل لوېدیځ کې په ماهشهر کې پر یوه پتروشیمي شرکت برید کړی دی. دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه تبادله شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زغم غوښتنه وکړه.

ځايي رسنیو په ټیلیګرام کې لیکلي: "صهیونیسټي دښمن په ماهشهر کې د کارون پتروشیمي شرکت باندې هوايي برید کړی دی." د سرچینې په حواله، یوه سیمه ییز امنیتي چارواکي ویلي چې اسرائیلي توغندي پر دغه تاسیساتو لګېدلي دي.

د اسرائیلو پوځ هم تایید کړه چې د ایران په سویل لوېدیځ کې یې په ماهشهر کې د پتروشیمي په یوه کمپلیکس کې څو هدفونه ویشتلي دي. پوځ وویل: "لږ وخت وړاندې، د اسرائیلو هوايي ځواک د ماهشهر په پتروشیمي کمپلیکس کې څو هدفونه په نښه کړل."

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".