منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان کړی چې په یمن کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو لخوا پر دغه هیواد په شویو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
سعودي عربستان

د عربي ایتلاف ویاند، تورن جنرال ترکي المالکي په ایکس (X) ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي عربستان، د هغه د اتباعو او ملي شتمنیو د په نښه کولو لپاره د حوثیانو هڅې ښکاره  یو غیر مسؤلانه او دښمنانه چلند څرګندوي.

المالکي وویل چې حوثیانو په وروستیو کې په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونو کې پر ملکي او سوداګریزو تاسیساتو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې دا بریدونه د سعودي عربستان د ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده او د دغه هیواد امنیت ګواښي.

نوموړي څرګنده کړه چې د "ترهګرو حوثي ملېشو" لخوا دا بې دلیله بریدونه د سعودي عربستان اقتصادي ځواک ته د زیان رسولو په موخه ترسره شوي دي. المالکي ټینګار وکړ چې عربي ایتلاف به د حوثیانو د دغو بریدونو د شنډولو او د دغه تیري کونکي چلند په وړاندې د پرېکنده مقابلې لپاره ټول اړین "عملي" اقدامات ترسره کړي.

ایران پلوه حوثیان د ۲۰۱۴ کال له سپټمبر راهیسې د پلازمینې صنعا په ګډون د یمن ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري. بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ نړیوال ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یمن د رسمي حکومت ملاتړ کوي.

وپلټۍ
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
ایران پر انګلستان د اسرائیلو د ترهګر رژیم په تاسیسولو کې د رول له امله نیوکه وکړه
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه