نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.
پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ په څو شمال لویدیځو ولسوالیو کې د هغو مرګونو بریدونو مسئولیت ومانه چې ۲۰ امنیتي چارواکي او درې ملکي وګړي پکې ووژل شول.
تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.
تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست. / AP

تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.

پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ په څو شمال لویدیځو ولسوالیو کې د هغو مرګونو بریدونو مسئولیت ومانه چې ۲۰ امنیتي چارواکي او درې ملکي وګړي پکې ووژل شول.
دا بریدونه، چې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګی برید هم پکې شامل و، د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په هغو څو ولسوالیو کې ترسره شول چې له افغانستان سره پوله لري.
په ۲۰۲۱ کال کې له ګاونډي هېواد افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او په کابل کې د طالبانو د حکومت له بیا راتګ وروسته، په خیبر پښتونخوا کې وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.
په خیبر ولسوالۍ کې یوولس سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې چې د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه ډک موټر پر مټ  د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی . د سیمې یوه جګپوړي پولیس چارواکي محمد حسین د فرانسې خبري اژانس  ته ویلي: "په دغه برید کې اوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي، په داسې حال کې چې شپږ ترهګر هم ووژل شول."
امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ اې اېف پي ته وویل چې د باجوړ په ولسوالۍ کې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په یوه جلا نښته کې د دریو ملکي وګړو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
پاکستاني طالبانو، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، په ټولنیزو رسنیو کې د پیغامونو له لارې د دغو بریدونو مسئولیت منلی دی. دا ډله له افغان طالبانو څخه جلا ده، خو نږدې اړیکې ورسره لري.
دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د افغانستان طالبانو حکومت پر پاکستان "د کابل پر ملي حاکمیت د تېري" تور ولګاوه، یوه ورځ وروسته له هغه چې په پلازمېنه کې د دوو چاودنو غږونه واورېدل شول.
پاکستان دا نه دي ویلي چې په کابل کې د چاودنو تر شا د دوی لاس و، خو ویلي یې دي چې حق لري د پولې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي سختدریځۍ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړي د جمعې ورځې بریدونه "په کلکه غندلي" دي.
په اعلامیه کې راغلي: "د ترهګرو دا ډول بزدلانه کړنې د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ هوډ نشي کمزوری کولی. موږ هوډ لرو چې له هېواده د ترهګرۍ جرړې په بشپړه توګه وباسو."

اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې د هغو وسله والو په شړلو کې پاتې راغلی چې د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي، خو د کابل چارواکي دا تور ردوي.
د ډېری تاوتریخوالي تر شا د ټي ټي پي او اړوندو ډلو لاس دی – چې تر ډېره امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
د جمعې د بریدونو په ګډون یوازې په دې اونۍ کې د پولې په سیمو کې لږ تر لږه ۳۲ پاکستاني سرتېري او درې ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې لسګونه وسله وال هم وژل شوي دي.
د پوځ یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل، د روان کال له جنورۍ څخه د سپټمبر تر ۱۵مې نېټې پورې په بریدونو کې د ۳۱۱ سرتېرو او ۷۳ پولیسو په ګډون تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د روان کال په پیل کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي وو چې ټي ټي پي "د واکمنو چارواکو څخه د پام وړ لوژستیکي او عملیاتي ملاتړ ترلاسه کوي"، چې اشاره یې په کابل کې د طالبانو حکومت ته وه.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته وویل چې د افغان طالبانو د قانع کولو لپاره څو هڅې ناکامې شوې ترڅو د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي.
اصف وویل: "موږ به نور دا ونه زغمو. موږ باید په ګډه هغوی ته ځواب ورکړو چې دوی ته اسانتیاوې برابروي، که دا پټنځایونه زموږ پر خاوره وي او که د افغانستان پر خاوره."
هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول ځواب ممکن ملکي تلفات هم ولري. هغه وویل: "هرڅوک به یې پایلې وګالي، په شمول د هغو کسانو چې پټنځایونه ورکوي."
هغه زیاته کړه: "نور نو بس دی. د پاکستان د حکومت او پوځ صبر پای ته رسېدلی دی."

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي