تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
هاکان فیدان به د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسې په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان استازیتوب وکړي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د چهارشنبې په ورځ د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسې  د هیوادونو او حکومتونو د مشرانو په سرمشریزه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان استازیتوب وکړي
هاکان فیدان به د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسې په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان استازیتوب وکړي
فیدان

سیمه ییز مشران به د بلغاریا په پلازمېنه کې پر همکارۍ، امنیت او اقتصادي ادغام خبرې وکړي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د چهارشنبې په ورځ د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسې  د هیوادونو او حکومتونو د مشرانو په سرمشریزه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان استازیتوب وکړي.

دا سرمشریزه چې د بلغاریا په دوره یي مشرۍ جوړیږي، موضوع یې "د یو باثباته، خوندي او تلپاتې راتلونکي لپاره د سیمه ییز یووالي پیاوړتیا: د ۳۰ کلنې ملګرتیا او پرمختګ منعکس کول" ده.

تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د  سویل ختیځې اروپا د همکارۍ د ۱۳ غړو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران او د سیمه ییزې همکارۍ شورا سرمنشي ګډون وکړي. ګډونوال به د سرمشریزې یوه اعلامیه هم صادره کړي.

فیدان به په خپله وینا کې په بالکان کې د سیمه ییز مالکیت او شمولیت پر اصولو ولاړې همکارۍ څخه د تورکیې ملاتړ تکرار کړي. هغه به د دې ټولنې  پر اهمیت، چې تورکیه یې یو له بنسټ اېښودونکو څخه ده، د سیمې د یوې اصلي ډیالوګ پلیټ فارم په توګه ټینګار وکړي.

همدارنګه تمه کیږي چې فیدان د سیمې او نړیوال امنیت لپاره د بالکان ستراتیژیک اهمیت روښانه کړي او د ښه ګاونډیتوب د اړیکو او سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر به د ټرانسپورټ او انرژۍ د شبکو په ګډون د نښلولو له پروژو څخه ملاتړ څرګند کړي ترڅو سیمه ییز ادغام ژور او اقتصادي وده او هوساینه رامنځته شي.

فیدان به د روسیې او اوکراین په جګړه کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو د تورکیې ملاتړ بیا تایید کړي او د سیمه ییزو ترینګلتیاوو د مخنیوي لپاره به د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړي.

تمه کیږي فیدان دې ټکي ته هم پام واړوي چې په غزه، اشغال شوې لوېدیځه غاړه او لبنان کې د اسرائیلو د اشغال او ضمیمه کولو پالیسۍ په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ او دایمي شخړې د رامنځته کولو هدف لري. هغه به ټینګار وکړي چې دا غیرقانوني کړنې نړیوالې ټولنې ته د سولې او عدالت پر بنسټ د دوی ګډ مسؤلیتونه وریادوي او نړیوال قوانین او بشري ارزښتونه باید پرته له استثنا خوندي وساتل شي.

د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسه  په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې او یوازینۍ سیمه ییزه همکاري ده چې د بالکان ټول هیوادونه پکې شامل دي. غړي یې عبارت دي له: البانیا، بوسنیا او هرزیګوینا، بلغاریا، کروشیا، یونان، کوسوو، مالدووا، مونټینیګرو، شمالي مقدونیه، رومانیا، سربیا، سلوانیا او ترکیه.

دا ټولنه د یوې دایمي مشورتي میکانیزم په توګه کار کوي چې یو کلنه دوره یي مشري لري. تورکیې په ۱۹۹۸-۱۹۹۹، ۲۰۰۹-۲۰۱۰ او ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کلونو کې د دې ټولنې مشري کړې ده. رومانیا به د ۲۰۲۶ کال د جولای په لومړۍ نېټه د SEECP دوره یي مشري په غاړه واخلي.

 

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ