نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
ټرمپ له شي جین پینګ سره د مهمو خبرو لپاره بیجینګ ته ورسېد
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له مشر شي جین پینګ سره د یوې مهمې سرمشریزې لپاره بیجینګ ته ورسېد. د دې لیدنې هدف د دغو دوو سیالو زبرځواکونو ترمنځ د ژور کړکېچ کمول دي.
ټرمپ له شي جین پینګ سره د مهمو خبرو لپاره بیجینګ ته ورسېد
ټرمپ له شي جین پینګ سره د مهمو خبرو لپاره بیجینګ ته ورسېد / Reuters



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرو نږدې لسو کلونو کې چین ته خپل لومړی سفر پیل کړ؛ تمه کیږي چې له شي جین پینګ سره  د هغه لیدنه او خبرې د ایران، تایوان، تعرفو او د نادره منرالونو پر صادراتو متمرکزې وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له مشر شي جین پینګ سره د یوې مهمې سرمشریزې لپاره بیجینګ ته ورسېد. د دې لیدنې هدف د دغو دوو سیالو زبرځواکونو ترمنځ د ژور کړکېچ کمول دي.

په تیرو نږدې لسو کلونو کې چین ته د امریکا د یو ولسمشر د لومړي سفر په ترڅ کې، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له واشنګټن څخه له اوږده سفر وروسته په ځانګړې الوتکه (Air Force One) کې د بیجینګ نړیوال هوایي ډګر ته کوز شو.

د نړۍ د دغو دوو لویو اقتصادونو د مشرانو پر لیدنه د ایران، سوداګرۍ او تایوان پر سر شخړو سیوری غوړولی دی. ټرمپ دا لیدنه، چې په اصل کې په مارچ میاشت کې پلان شوې وه، د منځني ختیځ د جګړې له امله ځنډولې وه.

خو داسې ښکاري چې ټرمپ پر سوداګریزو معاملو کلک تمرکز لري؛ د "اینویډیا"  مشر "جینسین هوانګ" په الاسکا کې الوتکې ته پورته شو او "ایلن مسک" هم د ولسمشر په الوتکه کې سفر کاوه. په داسې حال کې چې د مصنوعي ذکاوت  نړیواله سیالي توده شوې، اوس مهال چین د امریکا د صادراتو د قوانینو له مخې د هغو پرمختللو چپسونو له پېرلو منع دی چې "اینویډیا" یې تولیدوي. واشنګټن وايي دا قوانین یې د ملي امنیت د ساتنې لپاره جوړ کړي دي.

ټرمپ بیجینګ ته د لارې په اوږدو کې پر خپلو ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې لیکلي چې هغه به له ولسمشر شي څخه، چې یو "فوق العاده ممتاز مشر" دی، وغواړي چې چین "پرانیزي" ترڅو دا "ځیرک خلک" (سوداګر) وکولی شي خپل جادو وښيي.

ټرمپ چې له ۲۰۱۷ کال وروسته د لومړي ځل لپاره چین ته ځي، تمه کیږي چې د چینايي چارواکو لخوا به یې تود هرکلی وشي. ټرمپ او شي به د پنجشنبې په ورځ د بیجینګ په  (د خلکو لوی تالار) کې خبرې وکړي او ماښام به په یوې دولتي میلمستیا کې ګډون وکړي. د جمعې په ورځ به دوی د چای تر څنګ کاري غرمې ډوډۍ وخوري او بیا به ټرمپ بیرته ستون شي.

له سپینې ماڼۍ څخه د روانیدو پر مهال، ټرمپ وویل چې هغه له شي سره د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د ګډې جګړې په اړه د "اوږدو خبرو" تمه لري. ایران د امریکا تر بندیزونو لاندې د خپلو تېلو ډیره برخه پر چین پلوري. خو ټرمپ اختلافات کم اهمیته وبلل او خبریالانو ته یې وویل: "زه فکر نه کوم چې د ایران په برخه کې موږ کومې مرستې ته اړتیا لرو،" او زیاته یې کړه چې شي په دې موضوع کې "نسبتاً ښه" پاتې شوی دی.

د چین د بهرنیو ځواکونو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ د سفر "هرکلی" کوي او چین چمتو دی چې له امریکا سره د همکاریو په پراختیا او د اختلافاتو په مدیریت کار وکړي.

"لویه معامله"
سره له دې، بیجینګ د سولې لپاره بې صبره کیږي؛ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سه شنبې په ورځ له خپل پاکستاني سیال څخه وغوښتل چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې ګړندۍ کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي و چې هغه به له شي سره تایوان ته د امریکا د وسلو د پلور په اړه خبرې وکړي. دا د امریکا له پخواني دریځ څخه یو بدلون دی، ځکه واشنګټن تل ټینګار کاوه چې له تایوان سره د مرستو په اړه به له بیجینګ سره مشوره نه کوي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ پخوانۍ سوداګریزه جګړه به هم د اجنډا په سر کې وي، وروسته له هغه چې تیر کال د ټرمپ پراخو تعرفو د دواړو لورو ترمنځ متقابل غبرګونونه وپارول چې کچه یې له ۱۰۰ سلنې څخه هم زیاته شوه.

تمه کیږي چې دوی به د نادره ځمکنیو منرالونو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه هم خبرې وکړي. په بیجینګ کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او پولیس په مهمو څلورلارو او میټرو کې د خلکو هویت پاڼې ګوري.

ټرمپ په وار وار له شي جین پینګ سره د خپلو قوي شخصي اړیکو ستاینه کړې او تېره دوشنبه یې ټینګار وکړ چې همدا اړیکې به پر تایوان د چین د برید مخه ونیسي. د ټرمپ دا سفر به د تایوان او د امریکا د اسیایي متحدینو لخوا په دقت سره وڅارل شي ترڅو وګوري چې ایا د امریکا په ملاتړ کې کوم کمزوری راغلی که نه.

 

وپلټۍ
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل
د اسرائیلو اپوزیسیون د امریکا او ایران د هوکړې په اړه نتنیاهو "کمزوری او منزوي" وباله