د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشر د ایران پر ضد د جګړې په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا وکړه

د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشر د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې په اعتراض کې استعفا ورکړې او ویلي یې دي چې ایران امریکا متحده ایالاتو ته کوم سمدستي ګواښ نه وو پیښ کړی .

By
د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشر د ایران پر ضد د جګړې په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا وکړه / Reuters

جوزف کینټ په خپل یو ټکان ورکوونکي استعفا لیک کې، "اسرائیل او د هغوی په امریکا کې ځواکمنه لابي" تورن کړي چې متحده ایالات یې د درواغجنو پلمو له لارې جګړې ته کش کړي دي.

د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشر د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې په اعتراض کې استعفا ورکړې او ویلي یې دي چې ایران امریکا متحده ایالاتو ته کوم سمدستي ګواښ نه وو پیښ کړی .

د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ملي مرکز مشر، جوزف کینټ د سه شنبې په ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خپل استعفا لیک کې ویلي: "زه د خپل وجدان له مخې په ایران کې د روانې جګړې ملاتړ نه شم کولی."

کینټ  چې د "ګرین بیرېټ" (Green Beret) ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی دی او په څو جنګي ماموریتونو کې یې برخه اخیستې  ویلي: "ایران زموږ ملت ته کوم سمدستي ګواښ نه و، او دا روښانه ده چې موږ دا جګړه د اسرائیل او په امریکا کې د هغوی د ځواکمنې لابي د فشار له امله پیل کړې ده."

کینټ د ټرمپ د ادارې لومړی جګپوړی چارواکی دی چې د ایران پر وړاندې د جګړې په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا ورکوي.

کینټ ټرمپ ته په خپل لیک کې ویلي: "تاسو د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې پورې په دې پوهېدئ چې په منځني ختیځ کې جګړې یو دام دی چې د امریکا د وطنپالو قیمتي ژوند اخلي او زموږ د ملت شتمني او سوکالي له منځه وړي."

هغه زیاته کړې: "د دې ادارې په لومړیو کې، لوړپوړو اسرائیلي چارواکو او د امریکایي رسنیو اغېزمنو غړو د غلطو معلوماتو یو کمپاین پیل کړ چې ستاسو 'لومړی امریکا'  تګلاره یې په بشپړ ډول کمزورې کړه او د ایران سره د جګړې هڅولو لپاره یې د جګړې پلوه احساسات راوپارول."

نوموړي وویل: "دا تبلیغاتي فضا د دې لپاره وکارول شوه چې تاسو وغولوي ترڅو باور وکړئ چې ایران متحده ایالاتو ته یو سمدستي ګواښ دی، او که تاسو اوس برید وکړئ، نو د یوې چټکې بریا لپاره به لاره هواره وي."

کینټ په خپل لیک کې لیکلي: "دا یو درواغ و او دا هماغه تکتیک دی چې اسرائیلو موږ پرې د عراق ویجاړونکې جګړې ته کش کړو، چې زموږ د ملت د زرګونو غوره نارینه وو او ښځو د ژوند په بیه تمامه شوه."

هغه په پای کې ویلي: "زه په داسې جګړه کې د جګړې او مړینې لپاره د راتلونکي نسل د لېږلو ملاتړ نه شم کولی چې د امریکا خلکو ته هیڅ ګټه نه لري او نه هم د امریکایانو د ژوند د قربانۍ توجیه کولی شي."