نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ټیک ټاک ویدیو له امله افغان کډوال په بریتانیا کې په ۵ کلونو بند محکوم شو
بریتانیا هغه افغان کډوال زنداني کړ چې د سخت دریځه ښي اړخي مشر فراج یې په مرګ ګواښلی وو.
د ټیک ټاک ویدیو له امله افغان کډوال په بریتانیا کې په ۵ کلونو بند محکوم شو
د ټیک ټاک ویدیو له امله افغان کډوال په بریتانیا کې په ۵ کلونو بند محکوم شو / Reuters

بریتانیا هغه افغان کډوال زنداني کړ چې د سخت دریځه ښي اړخي مشر فراج یې په مرګ ګواښلی وو.

د بریتانیا یوې محکمې د سه‌شنبې په ورځ یو افغان کډوال د ټیک ټاک د یو  پوسټ  له لارې سخت دریځه او د کډوالو ضد سیاسي مشر نایجل فراج ته د مرګ د ګواښ له امله په  پنځو کلونو بند محکوم کړ.

۲۶ کلن فیاض خان د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې په یوه ویډیو کې د 'ریفورم یو کې' ګوند د مشر فراج چې د  هغه ګوند چې په نظرپوښتنو کې یې محبوبیت مخ پر زیاتېدو وو په مرګ ګواښلی وو.

دغه کډوال له فرانسې څخه د انګلیس کانال له لارې د خپل سفر په اړه پر انټرنېټ پوسټونه کړي وو او بریتانیا ته په یوې وړې کښتۍ کې له رسېدو وروسته د اکتوبر په ۳۱مه ونیول شو.

خان ته د سه‌شنبې په ورځ بریتانیا ته په ناقانونه توګه د ننوتلو له امله هم سزا واورول شوه.

فراج د سه‌شنبې د ورځې د سزا هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې دی "ډېر، ډېر اندېښمن دی چې دا سړی به په ۱۸ میاشتو کې ازاد شي."

د ریفورم ګوند مشر د محاکمې پر مهال د ساوک کراون محکمې ته ویلي وو چې دا ویډیو یې "ډېره وېروونکې" بللې وه او له وسلو سره د تورن له ښکاره مینې څخه "په رښتیا اندېښمن" و.

دا ګواښ وروسته له هغه وشو چې فراج د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۲مه یوه ویډیو خپره کړه او پکې یې بریتانیا ته د راتګ لپاره د خان د هڅو په اړه د هغه د ټولنیزو رسنیو پوسټونه په ګوته کړي وو.

دوه ورځې وروسته خان یو ټیک ټاک ویډیو خپره کړه چې فراج ته یې په خطاب کې ویلي وو چې دی بریتانیا ته راځي ترڅو "ستا له خور سره واده وکړي."

هغه زیاته کړه: "زه انګلستان ته راځم. زه به ډز، ډز، ډز وکړم." (I'm going to pop, pop, pop)

څارنوال پیټر راټلیف د منصفه پلاوي غړو ته وویل چې کله خان "ډز، ډز، ډز" ویل، "په لاس یې د ټوپک اشارې کولې" او همدارنګه یې په کمره سر وهلی و.

هغه دا هم وویل چې خان پر خپل مخ د AK-47 ټوپک ټاټو ته اشاره وکړه "ترڅو ټینګار وکړي چې ټوکې نه کوي."

کله چې ورته سزا اورول کېده، خان په محکمه کې پر فراج غږ وکړ: "زه غواړم افغانستان ته بېرته لاړ شم، ما افغانستان ته ولېږئ، زما کورنۍ په افغانستان کې ده."

"ته غواړې ما وکاروې ځکه چې غواړې لومړی وزیر شې."

پولیسو محکمې ته وویل چې خان له ۲۰۱۹ کال راهیسې په سویډن کې اوسېده او په ټولنیزو رسنیو کې یې ډېر مینه وال لرل.

محکمې ته وویل شول چې خان برتانوي چارواکو ته له رسېدو وروسته ناسم نوم ورکړی و، او دا چې سویډني چارواکي په دې باور دي چې د هغه نوم فیاض حسیني دی او ۳۱ کلن دی.

قاضي وویل چې هغه خپل اصلي  نوم ددې له امله نه وو پټ کړی چې له خپلو "دښمنانو" څخه پټ شي، بلکې ځکه یې پټ کړی وو چې "په سویډن کې یې جرمي سابقه" درلوده.

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو