نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستاني ځواکونو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال د ۲۳ تنو ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو د هیواد په شمال لویدیځ کې د پاکستاني طالبانو په دوه پټنځایونو چاپې وهلي، چې له امله یې سختې نښتې شوي او ۲۳ وسله وال پکې وژل شوي دي.
پاکستاني ځواکونو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال د ۲۳ تنو ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
پاکستاني ځواکونو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال د ۲۳ تنو ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی. / AP

پاکستاني ځواکونو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال د ۲۳ تنو ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو د هیواد په شمال لویدیځ کې د پاکستاني طالبانو په دوه پټنځایونو چاپې وهلي، چې له امله یې سختې نښتې شوي او ۲۳ وسله وال پکې وژل شوي دي.

د پوځ په لیکو کې د مرګ ژوبلې په اړه کوم جزئیات نه دي ورکړل شوي. د پوځ د یوې اعلامیې له مخې، دا چاپې د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ولسوالۍ کې ترسره شوې. دا عملیات د دې اونۍ په پیل کې په شمال لویدیځ پاکستان کې د ترسره شویو هغو چاپو په تعقیب ترسره شوي چې پوځ پکې د ۳۸ وسله والو د وژلو خبر ورکړی و.

د ویلو ده چې پاکستاني ځواکونو پدې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو پر خلاف د بریدونو د زیاتولو نه وروسته په ځانګړې توګه په خیبرپښتونخوا ایالت کې عملیات ډیر کړي دي.

پاکستان ادعاء کوي چې پاکستاني طالبان خپل ډیری بریدونه د افغانستان نه تنظیموي او ددې ډلې ډیری مشران په افغانستان کې میشت دي خو افغانستان بیا دا ادعا په کلکه توګه ردوي.

پاکستان څه موده مخکې د خپلو همدې ادعاګانو له مخې په افغانستان کې په څو نقطو هوايي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې دې بریدونو د افغانستان او پاکستان ترمنځه د نښتو لامل شو. د دواړو هیوادونو ترمنځه په نښتو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

وروسته د قطر او تورکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځه اوربند وشو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند د اکتوبر له ۱۹مې راهیسې تر ډیره په خپل ځای پاتې دی، کله چې دواړو لورو په سرحدي پوستو د ډزو تبادله وکړه او وروسته قطر د یو اوربند منځګړیتوب وکړ. دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې کابل پر اسلام آباد تور پورې کړ چې د اکتوبر په ۹مه یې په افغان پلازمینه کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې یو شمیر کسان وژل شوي وو.

وپلټۍ
په فرانسه کې د "مرګ غوښتلو" قانون نافذ شو
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته