منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
سعودي عربستان اعلان وکړ چې د حوثیانو لخوا د ریاض پر لور توغول شوی توغندی د هوايي ځواکونو لخوا له منځه یووړل شو.
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
سعودي عربستان

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ائتلاف ویاند تورن جنرال ترکي المالکي په یوه لیکلي بیان کې وویل چې د سعودي عربستان هوايي دفاع ځواکونو د سپټمبر په ۱۹مه د حوثیانو لخوا ریاض ته توغول شوی بالستیک توغندی تثبیت او له منځه یووړ.

المالکي څرګنده کړه چې حوثیان په ریاض کې د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د په نښه کولو هڅې روانې ساتلي دي، او په داسې یو ښار کې چې له ۸ میلیونو څخه زیات وګړي او اوسېدونکي په کې ژوند کوي، د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو په قصدي او سیستماتیک ډول په نښه کول یوه «تروریستي او دښمنانه کړنه» ده.

المالکي زیاته کړه چې حوثیانو مخکې هم په بیښ، طائف، جازان، فرسان او ینبوع ښارونو کې د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د په نښه کولو هڅې کړې وې، خو دا هڅې د هوايي دفاع سیستمونو لخوا شنډې شوې دي.

المالکي ټینګار وکړ چې د ائتلاف قومانداني د حوثیانو د دغو کړنو د مخنیوي او ځپلو په موخه، د خپلو مناسبو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او دودیزو اصولو سره سم د تدبیرونو نیولو بشپړ او اساسي حق لري.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.