نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د وینزویلا سترې محکمې د ولسمشر مرستیالې  ته 'په موقت ډول' د ولسمشرۍ د چارو د په غاړه اخیستو امر کړی
د وینزویلا سترې محکمې حکم کړی چې مرستیاله ولسمشره روډریګز دې "د اداري چارو د تسلسل او د هېواد د هر اړخیزې دفاع د تضمین لپاره، د سرپرستې په توګه د ولسمشرۍ له مقام سره تړلي ټول واکونه، دندې او صلاحیتونه په غاړه واخلي او عملي یې کړي."
د وینزویلا سترې محکمې د ولسمشر مرستیالې  ته 'په موقت ډول' د ولسمشرۍ د چارو د په غاړه اخیستو امر کړی
د وینزویلا سترې محکمې د ولسمشر مرستیالې  ته 'په موقت ډول' د ولسمشرۍ د چارو د په غاړه اخیستو امر کړی / Reuters

د وینزویلا سترې محکمې د ولسمشر مرستیالې  ته 'په موقت ډول' د ولسمشرۍ د چارو د په غاړه اخیستو امر کړی دی

د وینزویلا سترې محکمې وروسته له هغې چې ولسمشر نیکولاس مادورو، د امریکايي ځواکونو له خوا وتښتول شو، مرستیالې ولسمشرې ډلسي روډریګز ته امر کړی چې "په موقت ډول" د دغه لاتیني امریکايي هېواد د ولسمشرۍ چارې په غاړه واخلي.

سترې محکمې حکم کړی چې روډریګز دې "د اداري چارو د تسلسل او د هېواد د هر اړخیزې دفاع د تضمین لپاره، د سرپرستې په توګه د ولسمشرۍ له مقام سره تړلي ټول واکونه، دندې او صلاحیتونه په غاړه واخلي او عملي یې کړي."

قاضیانو له دې ډډه وکړه چې مادورو د تل لپاره له خپلې دندې غیر حاضر اعلان کړي، ځکه دا هغه حکم دی چې په ۳۰ ورځو کې دننه د ټاکنو ترسره کول اړینوي.

د یادولو وړ ده چې امریکا تیره ورځ د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې په پلازمینه کاراکاس کې ونیو او له هیواده يي وتښتو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمټ د خپلې کابینې د جګړې او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون تیره ورځ خبري غونډې ته وویل چې د وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو عملیات ډیر په بریالي توګه ترسره شو او هغه د خپلې میرمنې سره یو ځای د نیول کیدو نه وروسته د محاکمې لپاره امریکا ته راوړل شوی دی. ټرمپ وویل چې مادورو به په نیویارک کې محاکمه شي.

همداشان ټرمپ وویل چې د مادورو د نیول  کیدو نه وروسته به وینزویلا د امریکا لخوا اداره شي. هغه خپلو وزیرانو ته اشاره وکړه چې وینزویلا به ددوې لخوا اداره شي. ټرمپ په ښکاره توګه وویل چې وینزویلا په نړۍ کې د تیلو یو ټولو ستر بډایه هیواد دی او امریکا به د وینزویلا د تیلو په سکتور کې سترې پانګه اچونې وکړي.

ددې هیواد د تیلو نه به ډیر زیات عواید ترلاسه کړي چې پخپله پدې هیواد به يي هم مصرف کړي او امریکا به هم ترینه ګټه ترلاسه کړي.

ټرمپ په ښکاره وویل چې نه غواړي د وینزویلا مشري او اداره پخپله وینزویلایانو ته پریږدي.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"