سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د زیلینسکي سره له لیدنې وروسته، د روسیې په اړه دریځ بدل کړ
د امریکا ولسمشر د خپل دریځ په بدلولو سره روسیه 'کاغذي پړانګ' وبلله، زيلينسکي دغه بدلون "لوی پرمختګ" وباله.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د زیلینسکي سره له لیدنې وروسته، د روسیې په اړه دریځ بدل کړ
ټرمپ - زیلینسکي / AP

ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د زیلینسکي سره له لیدنې وروسته، د روسیې په اړه دریځ بدل کړ

د امریکا ولسمشر د خپل دریځ په بدلولو سره روسیه 'کاغذي پړانګ' وبلله، زيلينسکي دغه بدلون "لوی پرمختګ" وباله.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې اوکراين اوس په داسې موقف کې دی چې کولای شي خپله ټوله خاورېه بېرته ترلاسه کړي چې دا مهال د روسيې تر ولکې لاندې ده، چې دا د ده د پخواني دريځ په پرتله يو ستر بدلون دی.

ټرمپ د اوکراين له ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د تړلو دروازو تر شا د کتنې وروسته وويل چې د روسيې اقتصادي کمزورتيا د جګړې توازن بدل کړی دی.

هغه په ټروت سوشيال کې وليکل: «زه فکر کوم اوکراين د اروپايي ټولنې په ملاتړ، په داسې موقف کې دی چې جګړه وکړي او ټول اوکراين بېرته په خپل اصلي بڼه کې وګټي.»

هغه زياته کړه: «د وخت، زغم او د اروپا او په ځانګړې توګه د ناټو مالي ملاتړ سره، د اصلي پولو بېرته ترلاسه کول چې له هغه ځايه جګړه پيل شوې، يوه واقعي امکان دی. ولې نه؟ روسیه له درې نیمو کلونو راهیسې بې هدفه جګړه کوي.»

ټرمپ روسيه "کاغذي پړانګ" وبلله او وړانديز يې وکړ چې کيف ښايي آن د کريميا ټاپو وزمه هم بېرته ترلاسه کړي، کوم چې مسکو په ۲۰۱۴ کې ضمیمه کړه.

هغه وليکل: «پوتين او روسيه د ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ دي، او دا د اوکراین لپاره د اقدام وخت دی.»

ټرمپ زياته کړه: «په هر حال، زه دواړو هېوادونو ته ښه غواړم. موږ به ناټو ته وسلې ورکوو چې دوی يې د خپلې خوښې سره سم وکاروي.»

زيلينسکي د ټرمپ د څرګندونو هرکلی وکړ

زيلينسکي وويل د ټرمپ دغه پوسټ د امريکا د تګلارې يو "ستر بدلون" دی. هغه زياته کړه: «د ټرمپ دا پوسټ يو لوی بدلون دی.»

زيليسنکي له دې وړاندې د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې د اوکراين ځواکونو يوازې د همدې مياشتې په اوږدو کې ۳۶۰ مربع کيلومتره نيول شوې سيمه بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې او ۱۰۰۰ روسي عسکر يې محاصره کړي دي.

هغه په مسکو د نورو بنديزونو غوښتنه وکړه او د ټرمپ له دې غوښتنې يې ملاتړ وکړ چې اروپايي هېوادونه دې د روسيې د تېلو پېرل بند کړي.

د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د هغه له توندې فبرورۍ ناستې سره ژوره توپير درلود چې هغه پکې زيلينسکي ته ويلي وو: «ته دا مهال په ښه حالت کې نه يې. تا ځان په ډېر بد حالت کې اچولی دی. ستا په لاس کې اوس کارتونه نشته. زموږ سره به کارتونه پيدا کړې.»

د همدې مياشتې په لومړيو کې ټرمپ ويلي وو چې هغه تيار دی پر روسيه ستر بنديزونه ولګوي که د ناټو غړي په ګډه د روسيې د تېلو واردات ودروي او ورته ګامونه پورته کړي.

دا بدلون په داسې حال کې راغلی چې جګړه خپل څلورم کال ته ننوځي او روسيه د بنديزونو او د جګړې د ډګر د تاوانونو له امله له زياتېدونکي اقتصادي فشار سره مخ ده.

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي