سیاست
3 د لوستلو دقیقې
کیوبا وايي چې پدې هیواد د امریکا د پوځي تیري خطر په ډیرې چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.
کیوبا د خبرو اترو له ځنډېدو سره د امریکا د «نظامي تېري» خطر د زیاتېدو په حال کې ویني
کیوبا وايي چې پدې هیواد د امریکا د پوځي تیري خطر په ډیرې چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.
کیوبا وايي چې پدې هیواد د امریکا د پوځي تیري خطر په ډیرې چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.

کیویا د  بهرنیو چارو مرستیاله وزیره جوزفینا ویډال واشنګټن تورنوي چې د تېري د توجیه کولو لپاره بهانې جوړوي ترڅو کیوبا د امریکا ملي امنیت ته د ګواښ په توګه وښيي.

د کیوبا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره جوزفینا ویډال په دې باور ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو له ځنډېدو سره، پر دغه ټاپو وزمه هېواد د امریکا د نظامي تېري خطر مخ په زیاتېدو دی.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ په ملي پلازمېنه  کې د یوې تقنیني ناستې پر مهال، چې د کیوبا پر تېلو د امریکا د بندیزونو د غندنې په موخه جوړه شوې وه، واشنګټن تورن کړ چې د تېري د توجیه کولو لپاره جعلي بهانې جوړوي ترڅو کیوبا د امریکا ملي امنیت ته د یو ګواښ په توګه انځور کړي. هغې وویل: «هره ورځ پر کیوبا باندې د پوځي تېري خطر زیاتېږي.»

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، متحده ایالاتو عملاً پر کیوبا کلابندي لګولې ده. هغوی هغه هېوادونه په بندیزونو ګواښي چې کیوبا ته تېل ورکوي، چې له امله یې په دغه هېواد کې برېښنا پرې شوې او په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو سخت کړکېچ رامنځته شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دی ډاډمن دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې، چې شاوخوا د مارچ په میاشت کې پیل شوې وې، به «ښه پایله» ولري. خو کیوبایي چارواکو ویلي چې دوی به په خپلو کورنیو چارو کې مداخلې ته اجازه ورنکړي او پر امریکا یې د ښه نیت د نشتوالي له امله نیوکه کړې ده.

ویډال په یاده پارلماني ناسته کې وویل: «د دواړو حکومتونو ترمنځ د تبادلې لاره پرانیستې ده، خو ډېر پرمګتګ پکې نه دی شوی. موږ د امریکا د حکومت د جديت او مسؤلیت منلو په اړه د شک کولو دلایل لرو. موږ هیله لرو چې د خبرو لاره غالبه شي، خو د کیوبا پر وړاندې د امریکا اوسني تېري کونکي اقدامات د دوی پر جديت شکونه پیدا کوي.»

«د وینې حمام»
ویډال زیاته کړه چې حکومت د خبرو اترو هڅه کوي، خو «د دې لپاره نه چې امریکا د فشار، زورواکۍ او پوځي تېري د ګواښ له لارې د کیوبا برخلیک کنټرول کړي.»

د کیوبا پر کمونیست حکومت د ټرمپ د فشارونو په وروستي پړاو کې، متحده ایالاتو په رسمي ډول پخوانی ولسمشر راول کاسټرو په ۱۹۹۶ کال کې د میامي مېشتو جلاوطنو د یوې ملکي الوتکې د راغورځولو په تړاو د قتل په څلورو مواردو تورن کړ.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي اقدام به د «وینې حمام» لامل شي چې پکې به په زرګونو کیوبایان او امریکایان ووژل شي. رودریګز د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وینا پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په ټاپو کې د ناورین د مخنیوي لپاره بیړنۍ مرستې وکړي.

د سي آی اې  رئیس جان راتکلیف د روانې میاشتې په پیل کې په هاوانا کې د کیوبا له لوړپوړو چارواکو سره یوه ځانګړې ناسته وکړه. دا لیدنه د اپریل په ۱۰مه په هاوانا کې د لوړ پوړو ډیپلوماتیکو خبرو اترو وروسته وشوه — دا له ۲۰۱۶ کال راهیسې لومړی ځل و چې د امریکا د حکومت یوه الوتکه په دغه هېواد کې ناسته کوي.

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي