افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان د پاکستاني بریدونو پر وړاندې د "مناسب او سنجول شوي غبرګون" ژمنه وکړه
د افغانستان د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې پر خاوره یې د پاکستان د راپور شویو بریدونو ځواب به په "مناسب وخت" کې په "مناسب او سنجول شوي غبرګون" سره ورکړي.
افغانستان د پاکستاني بریدونو پر وړاندې د "مناسب او سنجول شوي غبرګون" ژمنه وکړه
مجاهد / Reuters

افغانستان د پاکستاني بریدونو پر وړاندې د "مناسب او سنجول شوي غبرګون" ژمنه وکړه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي په پکتیکا او ننګرهار کې شوي بریدونه له ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده؛ د پاکستان پوځ په پرله پسې تېري او استخباراتي ناکامیو تورنوي

د افغانستان د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې پر خاوره یې د پاکستان د راپور شویو بریدونو ځواب به په "مناسب وخت" کې په "مناسب او سنجول شوي غبرګون" سره ورکړي.

دغه وزارت د امریکا پر ټولنیزې رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) دغه بریدونه "په کلکو ټکو" وغندل او هغه یې د ملي حاکمیت، نړیوالو قوانینو، د ښه ګاونډیتوب د اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه وبلله.

وزارت ویلي، چې د ملکي او مذهبي مرکزونو په نښه کول د پاکستان د پوځ استخباراتي او امنیتي کمزورتیاوې په ډاګه کوي، او زیاته کړې یې ده چې "دا ډول پرله پسې تېري به هېڅکله هم د هغوی داخلي نیمګړتیاوې پټې نه کړي."

د افغان رسنیو او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د معلوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو څو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د یکشنبې په سهار پر اېکس ولیکل: "پاکستان د غچ اخیستونکي غبرګون په ترڅ کې، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د پاکستاني طالبانو  فتنة الخوارج  او د هغوی د اړوندو ډلو او د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې دا بریدونه په پاکستان کې له وروستیو ځانمرګو بریدونو وروسته شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "پاکستان له موقت افغان حکومت څخه تمه لري او بیا ټینګار کوي چې خپل مسؤلیتونه ادا کړي او خوارجو او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکاروي، ځکه چې د پاکستان د خلکو خوندیتوب او امنیت تر هرڅه لومړیتوب لري."

پاکستان د شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د خپلو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو د غچ اخیستو ژمنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې له افغانستان څخه به هېڅ برید بې ځوابه پرېنږدي.

 

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي