د سوریې ولسمشر : د شخړو د حل او د سیمه ییزې او نړیوالې ثبات د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې مهم اصل دی

د سوریې ولسمشر احمد الشراع ددې خبرې په ټینګار وویل چې ،  د شخړو د حل او د سیمه ییزې او نړیوالې ثبات د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې او ډیپلوماسي اړین وسایل دي.

Dialogue and diplomacy are the most effective means to resolve disputes and enhance peace and stability in our region and the world, al Sharaa says. / AA

د سوریې ولسمشر احمد الشراع ددې خبرې په ټینګار وویل چې ،  د شخړو د حل او د سیمه ییزې او نړیوالې ثبات د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې او ډیپلوماسي اړین وسایل دي.

نوموړي دغه څرګندونې د تورکیې د انتالیا کې د ډیپلوماسۍ د څلورمې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې د جمعې په ورځ پیل شوې وه.

د شنبې په ورځ د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) د راپور له مخې، الشراع ټینګار وکړ چې د سوریې د عربي جمهوریت په دې قوي باور ولاړ دی چې خبرې اترې او ډیپلوماسي د شخړو د حل او د سولې او ثبات د پیاوړتیا تر ټولو اغېزمنې لارې دي.

الشراع دغه غونډه د نړیوالو مشرانو او چارواکو سره د سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره یوه "ارزښتناکه موقع" وبلله.

نوموړي د سوریې د عربي جمهوریت د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي پر اهمیت هم ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې د سوریې پر خاوره د اسرائیلو سرغړونې دوام لري.

د اسرائیلو لخوا د سوریې د خاورې سرغړونې

الشراع  چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د اسد د رژیم له سقوط وروسته واک ته ورسېد، اسرائیلو په سوریه کې څو ځله بریدونه کړي، پرته له دې چې دمشق کوم غبرګون وښيي. اسرائیلو د سوریې په خاوره کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې سیمه هم نیولې، د دې په پلمه چې د نیول شوي جولان لوړو امنیت خوندي کړي.

په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلو هوایي بریدونه په سوریه کې نږدې ورځنۍ بڼه خپله کړې، چې د سوریې د پوځ ځایونه، د وسلو زېرمې او زیربناوې په نښه کوي، چې له امله یې ملکي وګړي وژل شوي او د سوریې د پوځ وسایل زیانمن شوي دي.

اسرائیلو د ۱۹۶۷ کال راهیسې د سوریې د جولان لوړې نیولې دي او د سوریې په سیاسي بدلونونو یې ګټه اخیستې، ترڅو په هغو سیمو کې خپل کنټرول پراخ کړي چې مخکې بې وسلې شوې وې، او په دې توګه یې د ۱۹۷۴ کال د جلا کولو تړون بې اغېزې کړی دی.

الشراع د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تود هرکلي او د غونډې په اړه د ځانګړې پاملرنې لپاره مننه وکړه.

د درې ورځنۍ انتالیا ډیپلوماسي غونډه چې د جمعې په ورځ پیل شوه، د "په ټوټه شوې نړۍ کې ډیپلوماسي بیا ترلاسه کول" تر عنوان لاندې ترسره شوه، چې په کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مشران، ډیپلوماټان او سیاست جوړونکي ګډون کوي.