د روانې اوونۍ په پیل کې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د امریکا په منځګړیتوب د سولې له دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته، روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د شپې لخوا پر یو بل د هوايي بریدونو تورونه پورې کړل چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
دغه شپني بریدونه دوه ورځې وروسته له هغه وشول چې په ابوظبي کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب خبرې اترې پای ته ورسېدې؛ په دغو خبرو کې دواړو لورو د بندیانو پر یوې پراخې تبادلې هوکړه وکړه، چې پر جزئیاتو یې لا هم خبرې روانې دي.
د امریکا استازي جیرید کوشنر وویل چې په دغو بحثونو کې «د دواړو لورو د اندېښنو په درک کولو، د ممکنه حل لارو په موندلو او د پرمختګ لپاره د یوې لارې په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.»
اروپا به په راتلونکي پړاو کې شامله وي
نوموړي زیاته کړه چې دواړو لورو هوکړه کړې چې په راتلونکي پړاو خبرو اترو کې اروپايي شریکان هم شامل کړي، ترڅو د ځمکنیو مسایلو ترڅنګ له جګړې وروسته د اروپا پر پراخو امنیتي ترتیباتو هم بحثونه وشي.
په روسیه کې، د ولګوګراد والي اندري بوچاروف وویل چې د اوکراین د ویشتل شویو بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) ټوټو د سیمې په مرکز کې پر یوه صنعتي تاسیسات او نږدې سیمو کې اورلګېدنې رامنځته کړې دي. هغه وروسته تایید کړه چې په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د روستوف-آن-ډون سیمې والي یوري سلیوسار وویل چې په دغه ښار او شاوخوا ولسوالیو کې د ډرون ټوټو استوګنیزو ودانیو، یوه تولیدي مرکز او یوه ګودام ته زیان اړولی، چې له امله یې یو کس ټپي شوی دی.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وویل چې د پنجشنبې له ماسپښین څخه د جمعې تر سهاره پورې د مسکو سیمې پر لور راتلونکې ۴۶۷ بېپیلوټه الوتکې شنډې شوې دي، چې ۱۴۴ یې د پلازمېنې پر لور روانې وې.
د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې ځواکونو یې په ۱۷ سیمو کې ۱،۱۹۸ اوکراینۍ بېپیلوټه الوتکې راغورځولې دي.
په اوکراین کې بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې د شپې لخوا د روسیې له خوا توغول شویو ۱۱۷ بریدګرو ډرونونو څخه یې ۸۰ ویشتلي دي.
چارواکو ویلي چې په کیف کې د شیوچینکیوسکي ولسوالۍ پر یوه روغتون د روسیې له برید وروسته یو کس ټپي شوی، ودانۍ ته زیان رسېدلی او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د روغتون کارکوونکو ۳۰ ناروغان ایستلي او اووه نور د بېړنیو مرستو د کارکوونکو له خوا ژغورل شوي دي.
د ریونه والي الکساندر کووال راپور ورکړی چې په دې شمال لوېدیځه سیمه کې پر یوې څو پوړیزې ودانۍ د ډرون له لګېدو وروسته شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د اودېسا والي اوله کیپر وویل چې په دغه ښار کې د روسیې له برید وروسته استوګنیزو ودانیو او مسافر وړونکو موټرو ته زیان رسېدلی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
چارواکو همداراز په چرکاسي، دنیپروپیتروفسک، خارکیف، سومي، وینیتسیا او زاپوریژیا کې هم د زیانونو راپور ورکړی، چې په زاپوریژیا کې یو ۱۷ کلن هلک وژل شوی دی.
د روانې جګړې په ترڅ کې د روسیې او اوکراین له خوا د شویو ادعاوو خپلواک تایید لا هم ستونزمن دی.




















