سپورت
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د یوروباسکټ د اتلولیو په چوکاټ کې یونان ته د ماتې په ورکولو سره پایلوبې لار پیدا کړه
د تورکیې د باسکتبال ملي لوبډلې د یورو باسکټ د اتلولیو په چوکاټ کې د یونان ملي لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.
تورکیې د یوروباسکټ د اتلولیو په چوکاټ کې یونان ته د ماتې په ورکولو سره پایلوبې لار پیدا کړه
/ Reuters

تورکیې یونان ته ماتې ورکړه او د یوروباسکېټ پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه

تورکیې د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې خپل پخواني سیال یونان ته د ۶۸ پر وړاندې د ۹۴ سره په لوی توپیر سره ماتې ورکړه او په خپل تاریخ کې یې د دویم ځل لپاره د یوروباسکېټ پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

تورکیې لوبه په پیاوړي توګه  پیل کړه او لومړی کوارټر یې د ۲۶ پر ۱۶ په پایلې سره په خپل نوم کړ؛ په دویم کوارټر کې یې هم پر یونان خپل ثابت برلاسی وساته او دا پړاو یې د ۲۳ پر ۱۵ په پایلې سره وګاټه.

د لوبې په نیمايي کې، تورکیه د ۴۹ پر ۳۱ په ټولیزې پایلې سره په لوبه کې په ښه دریځ کې وه.

په درېیم کوارټر کې د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي نږدې وه، خو تورکیې بیا هم د ۲۳ پر ۲۰ په پایلې سره د دریو نومرو لږ برلاسی وساته.

په وروستي کوارټر کې، تورکیې یو ځل بیا د ۲۲ پر ۱۷ په پایلې سره خپل برلاسی وساته.

تورکیې په پای کې د ۶۸ په  پر وړاندې د ۹۴ لمبرو اغېزناکې ټولیزې پایلې سره بریا خپل کړ.

د تورکیې د باسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د یوروباسکېټ نیمه پایلوبه نه یوازې په تلویزیون او ژوندۍ بڼه خپره شوه، بلکې د هېواد په کچه په ولایتونو او ولسوالیو کې په ۵۲ ځایونو کې پر لویو پردو هم وښودل شوه. د تورکیې د بریا نه وروسته  په ټوله تورکیه کې د خوښۍ پراخ جشنونه پیل شول.

د تورکیې او یونان ترمنځ د یوروباسکېټ ۲۰۲۵ نیمه پایلوبه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې په "ریګا ارینا" لوبغالي کې ترسره شوه.

له دې وړاندې، آلمان د ۹۸ پر ۸۶ په پایلې سره فنلنډ ته ماتې ورکړې وه او نیمه پایلوبې ته یې لاره موندلې وه.

تورکیه به اوس د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر پر ۱۴مه، په ریګا کې د اروپا د باسکټبال اتلولۍ په پایلوبه کې له آلمان سره مخامخ شي.

دا له ۲۴ کلونو اوږد انتظار وروسته دی چې تورکي مینه وال خپله لوبډله یو ځل بیا په پایلوبه کې ویني.

تورکیې په ۲۰۰۱ کال کې د یوروباسکېټ د سپینو زرو مډال ګټلی و، چې کوربتوب یې هم پخپله کاوه، وروسته له هغه چې په پایلوبه کې یې د یوګوسلاویا پر وړاندې د ۷۸ پر ۶۹ په پایلې سره ماتې وخوړه او دویم مقام یې خپل کړ.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"