منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلي ځواکونو پر رام ‌الله برید کړی او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې د الجزیرې دفتر بېرته تړلی
د اسرائیلو ځواکونو د سې شنبې په ورځ د لویدیځې غاړې په مرکزي برخه کې د رام الله ښار کې چاپه ووهله او د قطر میشته الجزیرې تلویزیون دفتر باندې یې برید وکړ.
اسرائیلي ځواکونو پر رام ‌الله برید کړی او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې د الجزیرې دفتر بېرته تړلی
اسرائیلي ځواکونو پر رام ‌الله برید کړی او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې د الجزیرې دفتر بېرته تړلی / Reuters

د عیني شاهدانو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د ښار په شمالي دروازو کې پوځي تدابیر هم سخت کړي، اصلي لارې يې د څو ساعتونو لپاره تړلې وې.

د اسرائیلو ځواکونو د سې شنبې په ورځ د لویدیځې غاړې په مرکزي برخه کې د رام الله ښار کې چاپه ووهله او د قطر میشته الجزیرې تلویزیون دفتر باندې یې برید وکړ.

عیني شاهدانو انادولو ته وویل چې د اسرائیلو د پوځ یوه ډله د رام الله مرکزي برخې ته ننوتله او په منارا چوک کې یې د الجزیرې دفتر یې ونیو.

عیني شاهدانو زیاته کړه چې اسرائیلي ځواکونو د دفتر د بیا تړلو امر هم نصب کړ او د څلورلارې شاوخوا یې اوښکې بهونکی ګاز او بې هوښه کوونکي لاسي بمونه وغورځول.

د عیني شاهدانو په وینا، دوی د رام الله په شمالي دروازو کې پوځي تدابیر هم سخت کړل او د څو ساعتونو لپاره یې اصلي سړکونه وتړل، چې د ترافیکو ګڼه ګوڼه او د فلسطینیانو د تګ راتګ ګډوډولو لامل شو.

د ۲۰۲۴ کال د می په ۵ مه، د اسرائیلو حکومت د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د مخابراتو وزیر شلومو قرهي د وړاندیز پر بنسټ د الجزیرې دفترونه د ۴۵ ورځو لپاره د تړلو پریکړه تصویب کړې وه.

دغه حکم وروسته څو ځله وغځول شو.

د فلسطین د رسمي معلوماتو له مخې، په اشغال شوې لویدیځه غاړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د اسراییلو د پوځي چاپو او اشغالګرو بریدونو کې زیاتوالی راغلی، چې په پایله کې یې لږترلږه ۱،۱۵۴ فلسطینیان وژل شوي، شاوخوا ۱۱،۷۵۰ نور ټپیان شوي او نږدې ۲۲،۰۰۰ کسان نیول شوي دي.

وپلټۍ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
ایران وايي،د تیلو یو لویې ټانکر کښتۍ د  هرمز په تنګي کې له ماین سره تر جنګیدو وروسته اور اخیستی دی
ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې هر ډول رول او لاس لرل رد کړل
ایران ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا له هر ډول شتونه اندېښمن دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د مدینې پر فضا  کې د  یو کروز توغندي د تثبیت او شنډولو نه خبر ورکړ.
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ