مالي او بورکینافاسو پر امریکايي وګړو دې هیوادونو ته په سفر بندیز ولګو

مالي او بورکینا فاسو د امریکا پر اتباعو د سفر محدودیتونه اعلان کړي، دا ګام  د ټرمپ لخوا د بورکینافاسو او مالي پر وګړو امریکا ته پر سفر د بندیز لګولو په  غبرګون کې اخیستل شوی .

By
مالي او بورکینافاسو پر امریکايي وګړو دې هیوادونو ته په سفر بندیز ولګو / Reuters

د ټرمپ له خوا امریکا ته د لویدیځو افریقایانو د سفر بندیز وروسته، مالي او بورکینا فاسو د امریکا پر وګړو بندیز ولګاوه

مالي او بورکینا فاسو د امریکا پر اتباعو د سفر محدودیتونه اعلان کړي، دا ګام  د ټرمپ لخوا د بورکینافاسو او مالي پر وګړو امریکا ته پر سفر د بندیز لګولو په  غبرګون کې اخیستل شوی .

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا په جلا جلا توګه خپرو شوو بیانونو کې، ویل شوي چې دوی به د امریکا پر وګړو « برابر اقدامات» وضع کوي، وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه میاشت د نږدې ۴۰ هېوادونو پر وړاندې د سفر بندیز پراخ کړل.

په دې لېست کې د سوریې اتباع، د فلسطیني ادارې پاسپورټ لرونکي، او همدارنګه د افریقا د تر ټولو بې ‌وزلو هېوادونو ځینې وګړي شامل دي، لکه نایجر، سیرالیون او جنوبي سوډان.

سپینې ماڼۍ ویلي دا بندیز پر هغو بهرنیو وګړو لګېږي چې امریکایان ګواښي.

د بورکینا فاسو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې پر امریکایانو یې «برابر د ویزې تدابیر» پلي کړي دي، په داسې حال کې چې مالي ویلي چې «له سمدستي اغېز سره» به پر امریکايي اتباعو هماغه شرطونه او غوښتنې پلي کړي چې امریکايي چارواکو په مالیايي وګړو متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره لګولي دي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې امریکا «له هېڅ ډول مخکنۍ مشورې پرته د داسې یوې مهمې پرېکړې» په کولو سره د دوی «خواشیني» راپارولې ده.

دغه دواړه د صحرا سوېلي هېوادونه، چې دواړه د پوځي حکومتونو له خوا اداره کېږي، د یو کنفدراسیون غړي دي چې نایجر هم پکې شامل دی.

نایجر تر اوسه د امریکا د سفر بندیز پر وړاندې په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی اعلان کړی، خو د دغه هېواد دولتي خبري اژانس د یوې دیپلوماتیکې سرچینې په حواله تېره اوونۍ ویلي چې دا ډول اقدامات پرېکړه شوي دي.

ټرمپ د دسمبر په ۱۷مه په خپل اعلان کې د افریقا د ځینو نورو هېوادونو پر اتباعو هم د سفر جزوي محدودیتونه ولګول، چې پکې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد نایجریا، همدارنګه عاج ساحل (کوسټ ايووري) او سینیګال شامل دي، هغه هېوادونه چې راتلونکی کال په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې د کېدونکي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده.