نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو پر تاڼه  چاودنې مرګ ژوبله  اړولې ده
هندي رسنیو د شنبې په ورځ وویل، د وژل شویو کسانو ډېری یې هغه پولیس او د عدلي طب کارکوونکي دي چې نیول شوي چاودېدونکي توکي یې معاینه کول، او ښایي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو پر تاڼه  چاودنې مرګ ژوبله  اړولې ده
Large explosion causes casualties at police station in India-administered Kashmir / TRT

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو پر تاڼه  چاودنې مرګ ژوبله  اړولې ده
ځايي رسنۍ وايي، د سرینګر د پولیسو په تاڼه کې د یوې درنې چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي، او اندېښنه شته چې په دې شخړه ییزه سیمه کې د تلفاتو شمېر لوړ شي.
د هند او کشمیري رسنیو د راپورونو له مخې، د هند تر ادارې لاندې کشمیر په مرکزي ښار سرینګر کې د پولیسو په یوه تاڼه کې لویه چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

هندي رسنیو د شنبې په ورځ وویل، د وژل شویو کسانو ډېری یې هغه پولیس او د عدلي طب کارکوونکي دي چې نیول شوي چاودېدونکي توکي یې معاینه کول، او ښایي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

چاودنې د نوګام د پولیسو د تاڼې انګړ په اور کې ډوب کړ، په داسې حال کې چې د بېړنیو مرستو کارکوونکي سیمې ته ورغلل ترڅو اور مړ کړي او ټپیان د هند د پوځ په یوه اډه کې نږدې روغتون ته ولېږدوي.

د چاودنې اصلي لامل سمدستي روښانه نه و.

دا پېښه څلور ورځې وړاندې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې له یوې مرګونې موټر بم چاودنې وروسته کېږي، چې د هند حکومت "ترهګریزه پېښه" بللې ده.

ګڼو کشمیري رسنیو راپور ورکړی چې چاودنه د نیول شویو امونیم نایټریټ چاودېدونکو توکو د یوې لویې کچې له امله رامنځته شوې ده. دا چاودېدونکي توکي د پولیسو په تاڼه کې ساتل کېدل او د عدلي طب د یوې ډلې لخوا معاینه کېدل.

د راپورونو له مخې، دا چاودېدونکي توکي د نومبر په لومړیو کې د هغو روانو تحقیقاتو په ترڅ کې نیول شوي وو چې له امله یې په شخړه ییزه سیمه او د هند په شمالي ایالتونو هریانا، اترپردیش او ډیلي کې ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي. پولیس وايي دا قضیه د ډیلي سره کلا ته نږدې د موټر بم چاودنې سره تړاو لري.

د PTI خبري اژانس په وینا، چارواکو د هریانا ایالت په فریداباد سیمه کې له تازه نیول شویو چاودېدونکو توکو څخه نمونې اخیستې.

دا لا څرګنده نه ده چې چارواکو ولې چاودېدونکي توکي له شمالي هند څخه شخړه ییز کشمیر ته لېږدولي دي.

د کشمیر شخړه او د مې میاشتې جګړه

کشمیر په ۱۹۴۷ کال کې له برتانوي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ له اخیستو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی دی، او دواړه هېوادونه پر دې همالیايي سیمې د بشپړ مالکیت ادعا کوي.

د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ تاوتریخوالی لوړ دی، په ځانګړې توګه د مې میاشتې له څلور ورځنۍ جګړې راهیسې چې دواړو لورو پکې د یو بل پر وړاندې بې پیلوټه الوتکې، توپونه او توغندي وکارول، او د دواړو خواوو شاوخوا ۷۰ کسان پکې ووژل شول.

دا جګړه، چې پکې پاکستان د فرانسوي رافایل په ګډون د هند څو جنګي الوتکې وویشتې، وروسته له هغه پای ته ورسېده کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند تړون منځګړیتوب وکړ او لومړنی کس و چې د دښمنۍ د پای ته رسولو اعلان یې وکړ.

پاکستان د دې اوربند د منځګړیتوب کرېډیټ ټرمپ ته ورکړی دی. خو هند دا رد کړې چې ګواکې ټرمپ کوم رول لوبولی دی.

د نوي ډیلي د واکمنۍ پر وړاندې وسله وال مقاومت په ۱۹۸۹ کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پیل شو، چېرې چې ډېری مسلمان اوسېدونکي د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو ملاتړ کوي.

هند، چې په کشمیر کې یې تر ۷۰۰،۰۰۰ ډېر سرتېري ځای پر ځای کړي، پاکستان تورنوي چې دغه بغاوت ته لمن وهي. اسلام اباد دا تورونه ردوي او وايي چې یوازې له کشمیریانو سره سیاسي، اخلاقي او ډیپلوماتیک ملاتړ کوي.

دې شخړې په تېرو نږدې اتو لسیزو کې د ملکي وګړو، جنګیالیو او هندي سرتېرو په ګډون د لسګونو زرو کسانو ژوند اخیستی دی.

ملګرو ملتونو په سیمه کې د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره څو پرېکړه لیکونه تصویب کړي دي.

 

وپلټۍ
چین د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د وژل شویو امریکایی پیلوټانو پاتې شوني امریکا ته وسپارل
د ایران د راپور شوي ګواښ له امله امریکا له دویمې بریتانوي هوايي اډې هم خپلې الوتکې وایستلې
د یونان کریټ ټاپو ته نږدې ۱۲ کډوال مړه شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ژغورل شوي دي
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
امریکايي قاضي په واشنګټن کې د ټرمپ د کمان (قوس) جوړولو چارې په لنډمهاله توګه ودرولې
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي
مارکو روبیو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره له دندې د استعفا ورکولو پلانونه رد کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری