منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران :  چین، روسیه، تورکیه او پاکستان کولی شي په منځني ختیځ کې د سولې ضمانت وکړي
په چین کې د ایران سفیر عبدالرضا رحماني فضلي په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې بېلابېل لوري د دې ضمانت وکړي چې امریکا به بیا جګړه نه پیلوي." هغه زیاته کړه چې د جګړې د بشپړ درولو او د اوربند د دوام لپاره یو "د باور وړ تضمین" ته اړتیا ده.
ایران :  چین، روسیه، تورکیه او پاکستان کولی شي په منځني ختیځ کې د سولې ضمانت وکړي
ایران :  چین، روسیه، تورکیه او پاکستان کولی شي په منځني ختیځ کې د سولې ضمانت وکړي / AA


په بیجینګ کې د ایران سفیر، عبدالرضا رحماني فضلي، د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند تر اعلان وروسته وویل چې چین، روسیه، پاکستان او تورکیه کولی شي په سیمه کې د تلپاتې ثبات او سولې په تامین کې کلیدي رول ولوبوي.
عبدالرضا رحماني فضلي په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې بېلابېل لوري د دې ضمانت وکړي چې امریکا به بیا جګړه نه پیلوي." هغه زیاته کړه چې د جګړې د بشپړ درولو او د اوربند د دوام لپاره یو "د باور وړ تضمین" ته اړتیا ده.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي لکه چین او روسیه، او همدارنګه منځګړي هیوادونه لکه پاکستان او تورکیه به په ګډه کار وکړي ترڅو په سیمه کې سوله تضمین کړي.

دا څرګندونې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د ۱۴ ورځني اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته وشوې. د یادولو وړ ده چې چین او روسیې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې په هرمز تنګي کې یې د کښتیو د تګ راتګ د خوندیتوب لپاره د "دفاعي" اقداماتو غوښتنه کوله.
دا خونړۍ جګړه د فبرورۍ پر ۲۸مه هغه مهال پیل شوه چې اسرائیل او امریکا پر ایران بریدونه وکړل. په دې جګړه کې د ایران د پخواني ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. ایران هم د غبرګون په توګه پر اسرائیل، اردن، عراق او په خلیج کې د امریکا پر پوځي مراکزو توغندیز او ډرون بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ