تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ادارې د کلیزې په مناست ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام خپور
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ادارې (TRT)  د ۶۱مې کلیزې په مناسبت مبارکي ویلې او د دې ادارې د مسؤلانه، بې پرې او اصولي ژورنالیزم ستاینه یې کړې ده.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ادارې د کلیزې په مناست ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام خپور
Highlighting TRT’s role in amplifying Türkiye’s voice and influence on the global stage, Fahrettin Altun underlined President Recep Tayyip Erdogan’s “Century of Türkiye” vision as a guiding framework for the broadcaster’s mission. / TRT World

ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې، چې په ټولنیزه رسنۍ "X" کې خپور شوی، ویلي چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره  د نړۍ د مخکښو رسنیو په ډله کې خپل ځای موندلی او د تورکیې غږ یې په نړیواله کچه ټولو ته رسولی دی. هغه د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ټولې کورنۍ ته د  لا زیاتو بریا هیله څرګنده کړې او د هغوی د راتلونکو لاسته راوړنو لپاره یې نیکې هیلې وړاندې کړې.

د ولسمشر دا پیغام په داسې حال کې خپور شوی چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره  د خپلو شپږو لسیزو عامه خدمتونو او د نړۍ په لسګونو  ژبو  د خپرونو  سره  د خپلو  بریالیتوبونو لمانځنه کوي.

د ولسمشر ترڅنګ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون هم د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ادارې  ته مبارکي ویلې او دا اداره یې د حقیقت په لټه کې د تورکیې د ملي حافظې او نړیوالو اړیکو د هڅو یوه مهمه ستنه بللې ده.

التون په خپل پیغام کې، چې په ټولنیزه رسنۍ "X" کې خپور شوی، لیکلي دي چې ، د تورکیې ملي رايو تلویزین چې  "زموږ د ملت غږ او د دولت حافظه" ده ، د ژورنالیزم او عامه خدمتونو په برخه کې زمونږ یو مهم میراث دی.

هغه زیاته کړه چې TRT نه یوازې خبرونه وړاندې کوي، بلکې د حقیقت ترڅنګ ولاړ پاتې شوی، ارزښتونه یې تولید کړي او د دولت او خلکو ترمنځ یې د اړیکو یو قوي پل جوړ کړی دی.

التون د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  نړیوال رول ته په اشارې سره وویل چې دا اداره د تورکیې نړیوال غږ لوړوي او د نړیوال عدالت په لټه کې د دې هېواد استازیتوب کوي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ TRT یوازې یوه رسنۍ نه ده، بلکې د تورکیې د اړیکو د هغه ماډل سمبول دی چې حقیقت، ارزښتونه او لیدلوری یې لومړیتوب دی."

التون د ولسمشر رجب طیب اردوغان د "د تورکیې پېړۍ" لیدلوري ته په اشارې سره وویل چې TRT د تورکیې نړیوال حضور پیاوړي کولو کې مهم رول لوبوي.

د حکومت د ستراتیژیکو اړیکو د پالیسۍ په چوکاټ کې، التون ژمنه وکړه چې د TRT د بنسټیز ځواک، تولیدي وړتیا او نړیوالې رسېدنې د پراختیا لپاره به ملاتړ روان وي.

التون د خپل پیغام په پای کې د TRT اوسني او پخواني کارکوونکو څخه مننه وکړه او دې ادارې ته یې د عامه خپرونو په سفر کې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي