د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي ځواکونو جلا جلا بریدونه شوي

By
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی. / Reuters

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، په کوټه ښار کې ناپېژانده وسله والو یو مسافر وړونکی بس ودرولو او ۳ تنه امنیتي سرتیري له ځان سره یوړل. ویل کیږي وسله والو برید کوونکو وروسته نوموړي تښتول شوي ۳ تنه سرتیري ووژل.

په خضدار ښار کې یو امنیتي سرتېری د یوه ناپېژانده بریدګر په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دغه ایالت په کلا عبدالله سیمه کې هم یو امنیتي سرتېری د بریدګرو له خوا په نښه او ووژل شو.

- د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې مرکزونه لري او خپل بریدونه له هغه ځایه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه د پام وړ دي. BLA غواړي چې د بلوچستان ایالت له پاکستانه جلا شي او بلوڅ خلک پر دې سیمه واکمني وکړي.