افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې په مرستو بار د ښېګڼې ۲۴م اورګاډی افغانستان ته ورسید
د تورکیې لخوا د افغانستان زلزله ځپلو ته چمتو شوي مرستې د ښېګڼې په ۲۴م اورګاډي کې افغانستان ته واستول شوې
د تورکیې په مرستو بار د ښېګڼې ۲۴م اورګاډی افغانستان ته ورسید
iyilik treni / TRT

د تورکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو ادارې (AFAD) خبر ورکړی چې د "ښېګڼې ۲۴م اورګاډی"، چې د افغانستان زلزله ځپلو ته یې ۱۳۰۰ ټنه بشري مرستې لېږدولې، افغانستان ته رسېدلی دی.

د تورکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو ادارې پر خپلې ټولنیزې شبکې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښېګڼې ۲۴م اورګاډی، چې د د تورکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو ادارې په همغږۍ د تورکي سرې میاشتې او مدني ټولنو په ملاتړ چمتو شوی او د نوامبر په ۲۷مه له انقرې څخه روان شوی و، د افغانستان هرات ولایت ته ورسېد.

د ښېګڼې دغه اورګاډي ته په هرات کې د تورکیې جنرال قونسل تزجان قاضي اوغلو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شیخ صاحب دلاور او د هرات والي مولانا اسلام جار هرکلی ووایه.

د ښېګڼې دغه اورګاډي، چې په افغانستان کې د زلزلې له امله د رامنځته شوي بشري ناورین د اغېزو د کمولو په موخه لېږل شوی، د سیمې خلکو ته ټولټال ۱۳۰۰ ټنه بشري مرستې رسولي، چې په کې ۲۸ زره د خوراکي توکو کڅوړې، ۵۶۰ ټنه خوراکي توکي، ۵۵۰ ټنه اوړه او ۱۴ زره کمپلې شاملې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په تېرو دریو کلونو کې د ترکیې له خوا د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته د لېږل شویو بشري مرستو ټوله کچه ۱۱ زره ۷۶۸ ټنو ته رسېدلې ده. په خبرپاڼه کې زیاته شوې:

"زموږ د هېواد تورکیې د مرستې او خواخوږۍ لاس، د ښاغلي ولسمشر په مشرۍ او د کورنیو چارو وزارت د طبعي پیښو او بیړنیو حالاتو ادارې په همغږۍ، اړمنو خلکو ته د رسېدو په حال کې دی. یو ځل بیا د دوست او ورور هېواد افغانستان زلزله ځپلو خلکو ته خپله خواخوږي څرګندوو، د پېښې شهیدانو ته د الله (ج) له دربار څخه د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو. موږ له ټولو هغو بنسټونو، ادارو او مدني ټولنو څخه مننه کوو چې د خیر او ښېګڼې لپاره سره راټول شوي او هڅه کوي چې د اړمنو، مظلومو او ځورېدلو سیمو خلکو ته زموږ د دولت او قدرمن ملت د رحم او شفقت لاس ورسوي. زموږ د خلکو لپاره په خپل هېواد کې، او د بشریت لپاره له خپلو پولو بهر."

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي