نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د کاناډا تورنټو ښار ته نږدې په یو مسلمان کس اسلاموفوبیا برید سخت غبرګونونه پارولي دي
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د چهارشنبه په ورځ په شمالي تورنټو کې پر یوه مسلمان سړي د اسلاموفوبیک نفرت برید وغانده.
د کاناډا تورنټو ښار ته نږدې په یو مسلمان کس اسلاموفوبیا برید سخت غبرګونونه پارولي دي
مارک کرنی / AP

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني او د اونټاریو چارواکو په تورنټو کې یو وحشیانه اسلاموفوبیک برید وغانده او دا ډول تاوتریخوالی یې په کاناډا کې د نه منلو وړ وباله.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د چهارشنبه په ورځ په شمالي تورنټو کې پر یوه مسلمان سړي د اسلاموفوبیک نفرت برید وغانده.

کارني د ټولنیزو رسنیو شرکت ایکس په پلیټ فارم کې وویل: "تیره میاشت په مارخم کې پر یوه مسلمان سړي برید ټکان ورکوونکی دی." هغه ټینګار وکړ چې "د تاوتریخوالي او اسلاموفوبیا کړنې په کاناډا کې ځای نلري،" او زیاته یې کړه: "چارواکي زما بشپړ ملاتړ لري ځکه چې دوی د عامل عدالت ته د راکاږلو لپاره کار کوي."

د سپتمبر په وروستیو کې، یو ۵۴ کلن سړی چې د تورنټو په مارخم کې په یوه هوټل کې د شپې د پلټونکي په توګه کار کاوه، د دوو پیرودونکو لخوا د هغه د توکمیز او مذهبي شالید په اړه وپوښتل شو.

یو له پیرودونکو څخه هوټل پریښود خو وروسته بیرته راغی او د هوټل پر کارکوونکي یې برید وکړ، چا چې ورته ویلي وو چې هغه مسلمان دی.

دغه مسلمان سړی داسې ټپي شو چې د ژوند په اوږدو کې به یې ورسره وي.

سیمه ییزو پولیسو په یوه بیان کې ویلي: "د نفرت ضد جرمونو د مخنیوي څانګې د مارخم په ښار کې د هوټل پر یوه کارکوونکي د تاوتریخوالي، له نفرت څخه ډک برید وروسته په تورنټو کې یو سړی تورن کړی دی."

پولیسو ویلي دي چې  تورن کس  چې ۳۱ کلن  دی ګیتانسن سریرانجن نومیږي، چې "قرباني کس يي په مرګ ګواښلی وو او پر هغه يي برید کړی دی.

د اونټاریو ایالت لومړي وزیر ډګ فورډ هم دا ناوړه برید وغانده او هغه یې "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" وباله.

هغه په ایکس کې وویل: "زموږ حکومت د اونټاریو د مسلمانې ټولنې سره ولاړ دی او تل به د اسلاموفوبیا په وړاندې په هر شکل کې مبارزه وکړي."

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي