افغانستان د سوریې  په حمص ښار کې پر جومات ترهګریز برید وغانده

افغانستان د سوریې په حمص ولایت کې د جمعې لمانځه پر مهال پر یوه جومات ترسره شوی ترهګریز برید غندلی او د دمشق له حکومت سره یې د پیوستون پیغام شریک کړی دی.

By
افغانستان د سوریې  په حمص ښار کې پر جومات ترهګریز برید وغانده / Reuters

افغانستان د سوریې  په حمص ښار کې پر جومات ترهګریز برید وغانده

 افغانستان د سوریې په حمص ولایت کې د جمعې لمانځه پر مهال پر یوه جومات ترسره شوی ترهګریز برید غندلی او د دمشق له حکومت سره یې د پیوستون پیغام شریک کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې د برید غندنه شوې، د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې شوي او د سوریې له حکومت سره د پیوستون پیغام ورکړل شوی دی.

همدارنګه په اعلامیه کې ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله شوې ده.

د سوریې په مرکزي برخه کې پراته حمص ولایت کې پرون د جمعې لمانځه پر مهال پر یوه جومات په بمي برید کې ۸ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د رسنیو سلاکار احمد موفق زیدان، له برید وروسته په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې "هغه کړۍ چې له ثبات څخه ناراضه دي، باید پوه شي چې د ګډوډۍ دوره نوره پای ته رسېدلې ده."

د برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.