نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
لوی اکثریت  آلمانان له اسرائیل سره د  پوځي ملاتړ مخالفت کوي او پر دوې د فشار زیاتولو غوښتنه کوي
د سې شنبې په ورځ یوې خپرې شوې نوې نظرپوښتنې له مخې، ډیری آلمانان له اسرائیل سره د خپل حکومت له پوځي ملاتړ سره مخالفت کوي.
لوی اکثریت  آلمانان له اسرائیل سره د  پوځي ملاتړ مخالفت کوي او پر دوې د  فشار زیاتولو غوښتنه کوي
لوی اکثریت  آلمانان له اسرائیل سره د  پوځي ملاتړ مخالفت کوي او پر دوې د فشار زیاتولو غوښتنه کوي / Reuters

لوی اکثریت  آلمانان له اسرائیل سره د  پوځي ملاتړ مخالفت کوي او پر دوې  د ډیپلوماتیک فشار زیاتولو غوښتنه کوي.

د سې شنبې په ورځ یوې خپرې شوې نوې نظرپوښتنې له مخې، ډیری آلمانان له اسرائیل سره د خپل حکومت له پوځي ملاتړ سره مخالفت کوي.

د کوربر سټیفټونګ بنسټ په سپارښتنه د فورسا نظرپوښتنې ادارې لخوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښیي چې ۸۲ سلنه آلمانانو په غزه کې د اسرائیل د وحشیانه جګړې لپاره د خپل هیواد پوځي ملاتړ سره سخت مخالفت کړی دی. یوازې ۱۵ سلنه خلکو یې ملاتړ څرګند کړی دی. نږدې درې پر څلورمه برخه (۷۳ سلنه) ځواب ویونکو ویلي چې د آلمان حکومت باید پر اسرائیل ډیر سخت ډیپلوماتیک فشار راوړي.

دغې سروې د آلمانانو په تاریخي مکلفیتونو کې هم یو بنسټیز بدلون په ډاګه کړی، چې ۶۰ سلنه ځواب ویونکو دا نظر رد کړی چې آلمان د خپل تاریخ او هولوکاسټ له امله د اسرائیل په وړاندې ځانګړی مسؤلیت لري. یوازې ۳۸ سلنه خلکو د دې دودیز دریځ ملاتړ کړی دی.

د فورسا نظرپوښتنې ادارې دا استازې سروې د سپتمبر له ۱۵ څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې ترسره کړې او له ۱۵۰۰ څخه زیاتو آلمانانو سره یې مرکې کړې دي. دا په وروستیو میاشتو کې د هغو نظرپوښتنو له لړۍ څخه وروستۍ ده چې د منځني ختیځ د شخړې په اړه د حکومت د دریځ او د آلمان د خلکو د نظر ترمنځ مخ په زیاتیدونکي واټن په ډاګه کوي.

آلمان په وروستیو کلونو کې اسرائیل ته د وسلو یو له سترو عرضه کوونکو څخه دی. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۵ مې پورې، آلمان اسرائیل ته د ۴۹۲ ملیون یورو (۵۶۷ ملیون ډالرو) څخه د زیاتو وسلو د پلور اجازه ورکړې ده.

د آلمان لومړي وزیر، فریدریش مرز، چې د اسرائیل کلک ملاتړی دی، د اګست په میاشت کې د خلکو د ډیریدونکي فشار له امله اسرائیل ته د وسلو پر صادراتو محدودیتونه ولګول. دغو محدودیتونو د هغو وسلو لپاره د نویو صادراتي جوازونو تصویب وځنډاوه چې کیدای شي د غزې په جګړه کې وکارول شي. خو دا محدودیتونه په روانه اونۍ کې بیرته لرې کړل شول.

د آلمان د حکومت په وینا، د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند چې د اکتوبر په ۱۰ مه پیل شوی، لاهم پرځای دی او په وروستیو اونیو کې نور هم ټینګ شوی دی. حکومت همدارنګه په غزه کې د تلپاتې سولې او د بشري مرستو د زیاتوالي لپاره هڅو ته هم اشاره کړې ده.

په ورته وخت کې، په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي، ریاض منصور، د دوشنبې په ورځ امنیت شورا ته وویل چې د اسرائیل پوځ د اکتوبر له ۱۰ مې راهیسې چې اوربند نافذ شوی، هره ورځ دوه فلسطینی ماشومان وژني، او د ټپیانو او وژل شویو شمیر ۱۰۰۰ ته رسیدلی دی.

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اوربند له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۴۲ فلسطینیان د اسرائیلي پوځ په ډزو وژل شوي او نږدې ۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ