مسکو د ابوظبۍ له خبرو وړاندې د اوکراین د انرژۍ پر شبکه پراخ بریدونه وکړل
دا بریدونه یوه ورځ وړاندې له هغه وشول چې ټاکل شوې وه د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکي په ابوظبۍ کې د خبرو دویم پړاو پیل کړي.
په انرژي شبکو باندې د روسیې له نویو بریدونو وروسته، په سلګونو زره اوکراینیان د سختې یخنۍ له خطر سره مخ دي.
روسیې نن د سهار وختي په اوکراین باندې د سږکال تر ټولو لوی بریدونه ترسره کړل. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې سبا د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه نوې خبرې اترې پیل شي. د دې بریدونو له امله په سلګونو زره کسان پداسې حال کې د تودوخي بې برخه شوي چې د هوا د تودوخي درجه د منفي ۲۰ درجو څخه ټیټه ده.
دا بریدونه یوه ورځ وړاندې له هغه وشول چې ټاکل شوې وه د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکي په ابوظبۍ کې د خبرو دویم پړاو پیل کړي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا بریدونه وغندل او ویې ویل: "روسیې ته د ډیپلوماسۍ پر ځای د ژمي په سړو ورځو کې د خلکو وېرول ډېر مهم دي."
د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، روسیې په ۷۱ توغندیو او ۴۵۰ ډرون الوتکو بریدونه کړي، چې اوکرایني ځواکونو یې ۳۸ توغندي او ۴۱۲ ډرونونه شنډ کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې په پلازمېنه کې ۵ تنه ټپیان شوي او په زرګونو کسان له برېښنا بې برخې دي.
سمبولیک او بې رحمه بریدونه:
په کیف کې د دویمې نړیوالې جګړې یو تاریخي څلی (Motherland statue) هم زیانمن شوی دی. د اوکراین د کلتور وزیرې دا عمل "بې رحمه" وباله او ویې ویل چې روسیې په قصدي ډول د خلکو د کنګل کولو هڅه کړې ده. په خارکیف کې هم شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د تودوخې له سیسټم څخه بې برخې شوي دي.
د امریکا په ملاتړ خبرې اترې:
واشنګټن هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د تېرې اونۍ په ابوظبۍ کې د درې اړخیزو خبرو لومړی پړاو بې پایلې و. دویم پړاو به د چهارشنبې په ورځ پیل شي.
تمه کېږي چې په دې پړاو کې به تمرکز پر جنجالي سیمو وي. روسیه غواړي چې د دونېڅک پر ختیځه سیمه بشپړ کنټرول ولري، خو اوکراین دا غوښتنه په کلکه رد کړې ده. د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو په جنوري میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله نږدې دوه برابره زیاته ځمکه (۴۸۱ مربع کیلومتره) نیولې ده.