اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
تورکیه له پاکستان سره د انرژۍ د استخراج  تړون رسمي کوي
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بیرقدار اعلان وکړ چې تورکیه پلان لري له پاکستان سره د انرژۍ یو نوی تړون رسمي کړي چې پر وچه او سمندر دواړو کې د تیلو او ګازو سپړنه به پکې شامله وي.
تورکیه له پاکستان سره د انرژۍ د استخراج  تړون رسمي کوي
تورکیه له پاکستان سره د انرژۍ د استخراج  تړون رسمي کوي / Reuters

تورکیه له پاکستان سره د انرژۍ د استخراج  تړون رسمي کوي

تورکیې او پاکستان د اپرېل په میاشت کې د سویلي اسیا په دغه هیواد کې په ۴۰ بلاکونو کې د سمندري تیلو او ګازو د استخراج لپاره د ګډو داوطلبیو یو تړون لاسلیک کړ.

د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بیرقدار اعلان وکړ چې تورکیه پلان لري له پاکستان سره د انرژۍ یو نوی تړون رسمي کړي چې پر وچه او سمندر دواړو کې د تیلو او ګازو سپړنه به پکې شامله وي.

بیرقدار د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه به راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر وکړي ترڅو دا تړون رسمي کړي.

"موږ د پاکستان د لومړنۍ ژور سمندري برمه کونې پروژې لپاره د خپل تړون لاسلیک کولو ته چمتووالی نیسو."

هغه زیاته کړه: "زموږ همکاري به په دوو وچو بلاکونو او یوې سمندري سیمه کې د سپړنې له کار سره پیل شي."

ډیلي صباح ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لاسلیک مراسم تمه کیږي د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

د فبرورۍ په میاشت کې، د پاکستان حکومت د مکران او سیند په حوزو کې د ۴۰ سمندري بلاکونو د داوطلبۍ پړاو اعلان کړ ترڅو د سپړنې جوازونه ورکړي.

تورکیې او پاکستان د اپرېل په میاشت کې د سویلي اسیا په دغه هیواد کې په ۴۰ بلاکونو کې د سمندري تیلو او ګازو د سپړنې لپاره د ګډو داوطلبیو یو تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان مري انرژي لمیټډ، د تیلو او ګازو پراختیا شرکت لمیټډ او د پاکستان پټرولیم لمیټډ د تورکیې له پټرولیم  شرکت  سره دا تړون لاسلیک کړ ترڅو په ګډه د سمندري داوطلبۍ په پړاو کې برخه واخلي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د جولای په میاشت کې، اسلام اباد ته د یوه رسمي سفر پر مهال وویل چې تورکي شرکتونه به د پاکستان په سمندري زیرمو کې د تیلو او ګازو سپړنه ترسره کړي.

فیدان د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې، له اسلام اباد سره د اقتصادي او انرژۍ د اړیکو پر ژورولو ټینګار وکړ او د دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۵ ملیارد ډالرو ته د لوړولو لپاره یې د کار کولو ژمنه وکړه.

د اکتوبر په میاشت کې، د تورکیې پترولیم شرکت د اسلام اباد د نوي پیل شوي سمندري انرژۍ د سپړنې د هڅو د یوې برخې په توګه د پاکستان په ختیځ سمندري سیند بلاک-C کې ۲۵ سلنه ونډه او عملیاتي حقونه ترلاسه کړل.

 

وپلټۍ
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود