سیاست
5 د لوستلو دقیقې
د انګلستان لومړی وزیر سټارمر: انګلستان او فرانسه د اوکراین د جګړې د ختمولو په پلان کې کار کوي.
د اوکراین متحدین د مخ په زیاتیدونکو اندیښنو د حل لپاره په خپله کلکه ژمنتیا ټینګار کوي چې ټرمپ ممکن د روسیې سره په خبرو اترو کې د کیف بشپړ ملاتړ ونه کړي.
00:00
د انګلستان لومړی وزیر سټارمر: انګلستان  او فرانسه د اوکراین  د جګړې د ختمولو په پلان کې کار کوي.
بریتیانوي وزيراعظم سټارمر: بریتانيه او فرانسه د اوکراین سره د جګړې د ختمولو په پلان کې کار کوي. / Archivo AFP
3 مارچ 2025

د کیف او واشنګټن ترمنځ د شخړې وروسته د بحران په اړه د خبرو اترو لپاره د اروپايي مشرانو د راټولېدو په حال کې، د انګلستان لومړي وزیر کی یر سټارمر وویل، انګستان او فرانسه له اوکراین سره د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په پلانونو کار کوي. په لندن کې د ګنشمیر اروپایي مشرانو سره د درې کلنې شخړې د حل لارې په لټه کې د سرمشریزې څخه مخکې، سټارمر د نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې "یوځای کار وکړي"، او ویې ویل چې "هیڅوک نه غواړي" د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لفظي شخړې په څیر صحنې وګوري.

 "موږ باید داسې لاره ومومو چې ټول سره په ګډه کار وکړو. ځکه، په پای کې موږ درې کاله وینې تویدونکې جګړه درلوده. اوس موږ اړتیا لرو چې تلپاتې سولې ته ورسیږو." سټارمر د یکشنبې په ورځ بي‌بي‌سي ته وویل. "بریتانیا، د فرانسې او ممکن یو یا دوه نورو سره یوځای د اوکراین د جګړې د بندولو په پلان کار وکړي، او بیا به موږ د امریکا سره د دې پلان په اړه بحث وکړو."

د اوکراین متحدین د هغو مخ په زیاتیدونکو اندیښنو د حل لپاره په خپل کلک ژمنتیا ټینګار کوي چې ټرمپ ممکن د روسیې سره په خبرو اترو کې د کیف بشپړ ملاتړ ونکړي.  سټارمر د شنبې په ورځ د انګلستان په پلازمینه لندن کې د زیلینسکي نه تود هرکلی وکړ. د ویلو ده چې دا تود هر کلی یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراین مشر له سپینې ماڼۍ څخه وشړل شو، ترسره شو.

د لندن غونډه کې د اروپا او شاوخوا براعظمونو مشران سره راټولول شول، په شمول د فرانسې، جرمني، ډنمارک او ایټالیا او همدارنګه د تورکیې، ناټو او اروپایي اتحادیې. د ویلو ده چې دا غونډه د دې ویرې له امله جوړه شوې چې ایا امریکا به د ناټو ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه. غونډه کې همدارنګه د اروپا د دفاعي همکارۍ د زیاتولو اړتیا هم وڅیړل شوه. د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د خپل سفر په ترڅ کې د پاچا چارلس درېیم سره هم لیدنه وکړي.

'ډیر ښه راغلاست'

 د شنبې په ورځ کله چې د زیلینسکي قافله لندن ته داخله شوه، د ملاتړ کونکو ګڼه ګوڼې چغې وهلې. "تاسو ډاونینګ سټریټ ته ډیر ښه راغلاست ،" سټارمر د ۷۵ دقیقو تړلو دروازو خبرو اترو دمخه زیلینسکي ته تود ښه راغلاست ووایه. زیلینسکي په اغیزمنه توګه د انګلستان او د هغې د خلکو څخه "د دې جګړې له پیل راهیسې د دوی د پراخ ملاتړ له امله " مننه وکړه. د زیلینسکي د دفتر لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دواړو مشرانو د اوکراین د دریځ او د جګړې د پای ته رسولو څرنګوالي په اړه بحث وکړ. همداشان پدې لیدنه کې ټینګار وشو چې د یوې تلپاتې او عادلانه سولې سره چې روسیې ته اجازه ورنکړي چې اوربند د وسلو د راټولولو او بیا برید لپاره وکاروي".

دوی همدارنګه د ٢.٢٦ میلیارده پونډو (٢.٨٤ میلیارده ډالرو) د پور تړون لاسلیک کړ چې د اوکراین د دفاعي وړتیاوو ملاتړ به وکړي. د ویلو ده چې دا پوره به د روسيې د کنګل شوو شتمنیو د ګټې سره بیرته ورکړل شي.  د ویلو ده چې انګلستان څه ساعته وروسته د هغه چې د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مرستیال جي ډي وینس لخوا د اوکراین ولسمشر په نمک حرامۍ تورن کړ او د رسنیو پر وړاندې د هغه سره لفظي شخړه وکړه اوکراین ته د ۲ عشاریه ۲۶ میلیاردو پونډو پور ورکولو اعلان وکړ.

ټرمپ همدارنګه هغه تورن کړ چې د دریمې نړیوالې جګړې د احتمال سره قمار وهي. زیلینسکي په دې حال کې ټینګار وکړ چې هغه د امنیتي تضمین غوښتنه کوي.

'ستراتیژیک ملګري'

 ټرمپ د اوکراین لپاره د واشنګټن د کلونو اوږد ملاتړ په ناڅاپي ډول بدلولو سره کیف او اروپایي متحدین اندیښمن کړي دي. په دې وروستیو کې معرفي شوي جمهوري غوښتونکي ځان د پوتین او زیلینسکي ترمنځ د منځګړي په توګه معرفي کړی، او د پوتین سره د نږدې کیدو په هڅه کې یې کیف او اروپا له پامه غورځولي دي. تیره اونۍ، په واشنګټن کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او سټارمر سره تر لیدنې وروسته، ټرمپ وویل چې د اوکراین په شخړه کې د پای ته رسولو لپاره د یوې معاملې په لور "ډیر پرمختګ" شوی او مذاکرات په یو مهم  پړاو کې دي .

 سره له دې چې زیلینسکي د سپینې ماڼۍ د شخړې وروسته له بښنې غوښتلو ډډه وکړه، اشاره يي وکړه چې دی لا هم د اوکراین د معدني شتمنیو په اړه - چې ټرمپ ورته لیوالتیا لري - د تړون لاسلیک کولو ته چمتو دی. زیلینسکي ټینګار وکړ چې د امریکا او اوکراین ملګرتیا د دوو ولسمشرانو نه ډیره قوي ده او دا د دوو ملتونو ترمنځ ملګرتیا ده. هغه ددې ټولو سره سره د امریکا نه د خپل ستراتیژیک ملګري به توګه یادونه وکړه.

زیلینسکي وویل چې موږ اړتیا لرو چې یو بل سره صادق او نیغ په نیغه اوسو ترڅو په ریښتیا سره خپل ګډ اهداف درک کړو.

د بله پلوه د ټرمپ او زیلینسکي د شخړې نه وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې په شخړه کې ټرمپ د "قرباني او تیري کوونکي د رولونو په بدلولو" تورن کړ .هغې وویل چې پرون ماښام په ډاګه شوه چې د بدنامۍ یو نوی عصر پیل شوی دی،"

په همدې حال کې مسکو د زیلینسکي د واشنګټن سفر "بشپړ ناکامي" وباله. کریملین د یکشنبې په ورځ په کړو څرګندونو کې وویل چې د روسیې په لور د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ دراماتیک بدلون په لوی ډول د هغوی د لید سره سمون لري. "نوې اداره په چټکۍ سره د بهرنۍ پالیسۍ ټول جوړښتونه بدلوي. دا په لوی ډول زموږ د لید سره سمون لري،" دا خبره د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف د روسیې دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې د چهارشنبې په ورځ کړې وه.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د افغانستان د سرپرست حکومت: له پاکستان سره جګړه هېڅکله لومړنی انتخاب نه وو او ندی
هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې
یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده
پاکستان :د افغانستان له لوري وروستي بریدونه مو په شا تنبولي او افغان لوري ته ۶۷ تنه ځاني تلفات اوښتي
عمر چیلیک : ایران له یوه ناعادلانه او غیرقانوني برید سره مخ دی
ولسمشر اردوغان په ایران کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړه او سولې غوښتنه يي وکړه
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
د سیمه ییزو کړکېچونو په زیاتېدو سره، تورکیې او ایران د مځکنیو پولو له لارې تګ راتګ ودرولو.
پاکستان په افغانستان کې په بریدونو کې د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا کوي
په کویټ کې د امریکا څو جنګي الوتکې راوغورځېدلې، خو عمله یې ژوندۍ پاتې ده
د امریکا د دفاع وزارت کانګرس ته ویلي دي هیڅ داسې استخباراتي معلومات نه وو چې د برید چمتوالی نیولی وي
ایران له امریکا سره هر ډول خبرې او مذاکرات رد کړل