نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د نایجریا په شمال کې وسله وال یرغل: لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي.
په نایجیریا کې د امنیتي سرچینو او یوه سیمه‌ییز چارواکي د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمال کې وسلوالو کسانو په درې پوځی اډو یرغل کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ سرتېري وژل شوي دي. هغوی ویلي، دا برید د تاوتریخوالي له پېښو ډکه سیمه کې تازه حمله ده.
د نایجریا په شمال کې وسله وال یرغل: لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي.
/ AP

د نایجریا په شمال کې وسلوال یرغل: لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي.

د نایجیریا د پوځ د ځمکنۍ او هوایي برخې ځواکونو ګڼ ځوابي عملیات ترسره کړي او په نښتو کې یې "لسګونه غله له منځه وړي دي."

په نایجیریا کې د امنیتي سرچینو او یوه سیمه‌ییز چارواکي د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمال کې وسلوالو کسانو په درې پوځی اډو یرغل کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ سرتېري وژل شوي دي. هغوی ویلي، دا برید د تاوتریخوالي له پېښو ډکه سیمه کې تازه حمله ده.

په شمال لویدیځ کې فعالې وسلوالې ډلې چې ځایي خلک یې "غله" بولي، اکثره د تاوان لپاره د انسان تښتونې او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونو له امله پېژندل کېږي.

د نایجیریا پوځ دغه بریدونه د سه شنبې په ورځ تایید کړل خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

پوځي اعلامیه کې راغلي: "له بده مرغه، زموږ ځینې زړور جنګیالي د ورځې په اوږدو جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. څلور نور سرتېري چې په جګړه کې ټپیان شوي، دا مهال د مرمیو زخمونو له امله تر درملنې لاندې دي."

دوو امنیتي سرچینو ویلي، وسلوالو کسانو د نایجیریا د نیجر ایالت په کوانر دوتسې ماریګا او بوکا سیمو کې او د ګاونډي کادونا ایالت په یوه بله اډه کې د پوځ پر مخکښو عملیاتي اډو ناڅاپي بریدونه کړي او له پوځیانو سره یې څو ساعته جګړه کړې ده.

په نایجیریا کې د امنیتي وضعیت خرابوالی

سرچینو او د ماریګا ولسوالۍ مشر عباس کسوور ګربا ویلي، چې ټول ۱۷ وژل شوي پوځیان د کوانر دوتسې ماریګا اډې پورې اړه لري. د نیجر ایالت یوه پوځي چارواکي ویلي: "دا یو کمین وه. له هر لوري یې د درنو وسلو بریدونه وکړل."

همداراز، د نایجیریا پوځ ویلي، چې ځوابي عملیات یې کړي او ګڼ وسلوال یې وژلي دي.

په نایجیریا کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت لامل دا هم دی چې پوځ هم‌مهاله له وسلوالو ډلو سره په جګړه کې بوخت دی، او همداراز په شمال ختیځ کې له بوکو حرام او د داعش له اړوندو ترهګریزو ډلو سره مبارزه کوي. په نیجر ایالت کې، په هغو سیمو کې چې د بوکو حرام ترهګر پکې فعالیت لري، پر پوځي پرسونلو کمینونه کېږي.

وپلټۍ
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې