ټرمپ د نتنیاهو لخوا هغه ته د دوکې ورکولو له امله د نتنیاهو سره مستقیمه اړیکه پرې کړې ده

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره مستقيم تماسونه پرې کړي. دا خبره  د اسرائيلي پوځ راډيو کړې ده.

/ Reuters

د اسرائيلي پوځ راډيو خبريال، يانير کوزين، په خپل "ايکس" حساب کې ليکلي چې ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د هغه نږدې همکارانو د اسرائيلو د ستراتيژيکو چارو وزير، رون درمر، ته وويل چې ولسمشر ټرمپ باور لري چې نتنياهو د هغه سره دوکه کوي.

يو اسرائيلي چارواکي زياته کړه چې د درمر له خوا د جمهوري غوښتونکو لوړپوړو چارواکو سره په وروستيو خبرو کې د هغه چلند مغرور او غير مرستندوی ګڼل شوی.

دغه چارواکي وويل چې د ټرمپ شاوخوا کسانو هغه ته ويلي چې "نتنياهو هغه ته دوکه ورکوي."

هغه زياته کړه: "ټرمپ له دې څخه زيات نفرت لري چې د يو احمق يا د چا د لوبې ښکار په توګه وښودل شي. له همدې امله يې پرېکړه وکړه چې د نتنياهو سره تماسونه پرې کړي."

کوزين دې ته اشاره وکړه چې د ايران او د يمن د حوثيانو په اړه د يوې مشخصې طرحې او مهالويش د وړاندې کولو په برخه کې د اسرائيلي حکومت ناکامي د امريکا او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو خرابېدو يو لامل دی.

د پوځ راډيو خبريال دا هم په ډاګه کړه چې د نتنياهو حکومت د غزې په اړه کومه مشخصه طرحه وړاندې کولو کې پاتې راغلی.