امریکا او ایران د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه وکړه؛ خو ایا کوم لوری ګټونکی دی؟
سیاست
4 د لوستلو دقیقې
امریکا او ایران د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه وکړه؛ خو ایا کوم لوری ګټونکی دی؟د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړې په زرګونو کسان ووژل، نړیوال د انرژۍ بحران یې رامنځته کړ او په هر ځای کې یې قیمتۍ (انفلاسیون) ته لاره هواره کړه.
امریکا او ایران د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه وکړه؛ خو ایا کوم لوری ګټونکی دی؟

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړې په زرګونو کسان ووژل، نړیوال د انرژۍ بحران یې رامنځته کړ او په هر ځای کې یې قیمتۍ (انفلاسیون) ته لاره هواره کړه. سره له دې چې ایران او امریکا دواړه د بریا ادعا کوي، خو شنونکي په دې باور دي چې هیڅ لوري پرېکنده پایله نه ده ترلاسه کړې.

د ۲۰۲۶ کال د جون ۱۶مه، واشنګټن ډي سي:
د دوشنبې په ورځ، ایران، امریکا او منځګړي هیواد پاکستان یو تفاهم لیک اعلان کړ چې هدف یې په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسول دي. دا جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه هغه مهال پیل شوه کله چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه وکړل او د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي او د دغه هیواد د ډیری لوړپوړو چارواکو په ګډون یې ګڼ شمېر ولسي وګړي ووژل.

خو ایران په چټکۍ سره د هرمز تنګي په کنټرولولو — چې د نړۍ د تېلو پنځمه برخه ترې تیریږي — او پر خلیجي هیوادونو د توغندیو او ډرون بریدونو په کولو سره غبرګون وښود، چې د دغو تېلو بډایه هیوادونو ثبات یې له منځه یووړ.

دغه جګړه چې د زرګونو کسانو د مړینې او نړیوال اقتصادي بحران لامل شوې، اوس د پاکستان په منځګړیتوب د پایته رسیدو په درشل کې ده. د ویلو ده چې دا تفاهم لیک پرون چارشنبه د ولسمشر ټرمپ لخوا د فرانسې د ولسمشر او ګڼشمیر نورو فرانسوي او امریکايي چارواکیو په حضور کې لاسلیک کړ او همداشان د ایران ولسمشر پزشکیان هم لاسلیک کړ.  ټاکل شوې دا تفاهم لیک د د لاسلیک سره  د هرمز تنګي او ایراني بندرونو کلابندي پای ته ورسیږي. له هغې وروسته به واشنګټن او تهران د ایران د اټومي پروګرام او د بندیزونو د لرې کولو په اړه دوه میاشتنۍ جدي خبرې پیل کړي.

سره له دې چې دواړه لوري د بریا چغې وهي، خو پخوانی امریکایی ډیپلومات الان ایر (Alan Eyre) د ټي آر ټي ورلډ نړۍوال تلویزیون  ته وویل: "دواړو لورو په مختلفو لارو ماتې وخوړه." هغه زیاتوي چې امریکا خپل "نرم ځواک" (Soft Power) له لاسه ورکړ ځکه یې یوه "غیرقانوني او ناسمه جګړه" پیل کړه او ویې ښودله چې د پوځي قدرت سره سره نشي کولی خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ورسیږي. بلخوا ایران هم ځکه ماتې وخوړه چې له دې جګړې به په اقتصادي لحاظ ډیر بې وزله او د یو ډیر نظامي رژیم سره راوځي.

د جګړې اهداف:
د ټرمپ ادارې او اسرائیلو غوښتل چې د ایران اټومي پروګرام له منځه یوسي، د ایران سمندري وړتیاوې فلج کړي، سیمه ییزې نیابتي ډلې یې کمزورې کړي او د ایران حکومت وپرځوي. خو ایران دا جګړه د خپل بقا لپاره یوه دفاعي مبارزه بلله او د کلاسیکې جګړې پر ځای یې پر غیر متناسبې جګړې تکیه وکړه ترڅو پر امریکا او ملګرو یې درانه لګښتونه ومني.

الان ایر وايي ایران په یو بل لحاظ "ګټونکی" دی، ځکه وتوانید چې د امریکا او اسرائیلو د ګډو بریدونو په وړاندې مقاومت وکړي او تسلیم نشي، بلکې د هرمز تنګي کنټرول یې د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه وکاراوه.

د نړیوال بحران ډلې  په وینا، دا تفاهم لیک د "ماتې-ماتې" له وضعیت څخه د وتلو یو ګام دی. امریکا به وايي چې تنګی یې بیرته پرانیست، او ایران به ادعا کوي چې د اوبو دغه لاره یې په لاس کې ده او هر وخت یې چې وغواړي بندولی یې شي.

د لبنان جګړه؛ یو لوی خنډ:
که څه هم ټرمپ د هرمز تنګي پرانیستل او د ایران د کلابندۍ ختمول اعلان کړي، خو ایران، پاکستان او منځګړي هیوادونه وايي چې په دې هوکړه کې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې سمدستي بندیدل شامل دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټینګار کړی چې په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو بندیدل د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو "لازمي شرط" دی.

خو اسرائیل وايي چې دوی د دې هوکړې پابند نه دي او په جنوبي لبنان کې به خپل اشغال ته دوام ورکړي. دې چارې ولسمشر ټرمپ هم غوسه کړی دی. هغه په فرانسه کې خبریالانو ته وویل: "زه له هغه ډول چې اسرائیل په لبنان او له حزب الله سره چلند کوي، خوشحاله نه یم. دوی باید دا کار ژر بشپړ کړی وای. دا جګړه پر ایران باندې شوې لویې معاملې منفي سیوری غوړوي."

شنونکي خبرداری ورکوي چې که په لبنان کې تاوتریخوالی کم نشي، نو د امریکا او ایران ترمنځ شوې دا تازه ډیپلوماټیکه هوکړه به له خطر سره مخ شي. خو ایر په دې باور دی چې ټرمپ به د راتلونکو ټاکنو له امله بیا د ایران په وړاندې نظامي اقدام ته زړه ښه نکړي.

 

وپلټۍ
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"