نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
مالیزیا ویلي دي چې د عدالت پر نړۍوالې محکمه کې به د اسرائیلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي
مالیزیا د غزې د مرستندویه کاروان د فعالانو سره د ناوړه چلند له امله د اسرائیلو پر وړاندې د عدالت نړیوالې محکمې  کې اقامه د دعوا کولو ته چمتووالی نیسي.
مالیزیا ویلي دي چې د عدالت پر نړۍوالې محکمه کې به د اسرائیلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي
مالیزیا ویلي دي چې د عدالت پر نړۍوالې محکمه کې به د اسرائیلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي

کوالالمپور وايي، دوی به په نړیوالو اوبو کې د "ګلوبل صمود"  مرستندویه کاروان د درولو پر مهال د فعالانو د تښتولو او شکنجې په تور، د عدالت په نړیواله محکمه کې قانوني اقدام وکړي.

سیمه ییزو رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د مالیزیا حکومت چمتو دی چې د غزې په لور د روان "ګلوبل صمود" بشري مرستو د کاروان د فعالانو د تښتولو او شکنجې په تور، اسرائیل د عدالت نړیوالې محکمې ته راکاږي.

د مالیزیا د سلانګور ایالت اعلی وزیر، امیرالدین شاري وویل چې کوالالمپور به د وکیلانو له خوا د معلوماتو او ملاتړ کونکو شواهدو د راټولولو له بشپړېدو سره سم دا حقوقي بهیر پیل کړي.

تېره اونۍ اسرائیلي ځواکونو په نړیوالو اوبو کې پر هغه کاروان برید وکړ او تر ۴۰۰ ډېر نړیوال فعالان یې ونیول چې غوښتل یې د غزې سمندري کلابندي ماته کړي او مرستې ورسوي.

امیرالدین د کوالالمپور په نړیوال هوايي ډګر کې د فعالانو د هرکلي په مراسمو کې وویل: "موږ به غلي پاتې نشو او نه به ودرېږو. په داسې حال کې چې زموږ حقوقي ډله د نړیوالو قوانینو د سرغړونو اسناد ټولوي، د دغه کاروان ګډونوال له یو ځل څخه ډېر وتښتول شول او شکنجه شول."

هغه زیاته کړه: "موږ به دا موضوع نړیوالې محکمې ته یوسو، ډیپلوماټیک فشار به جاري وساتو او په ټولې مالیزیا کې به هم کمپاین وکړو."

امیرالدین وویل چې دا قانوني اقدام د هغو وحشيانه کړنو په غبرګون کې ترسره کېږي چې په کې د کاروان د فعالانو، په ځانګړې توګه د مالیزیايي برخه والو تښتول او شکنجه کول شامل دي. هغه زیاته کړه چې د دې ګام ترڅنګ به حکومت ډیپلوماټیک فشار ته هم دوام ورکړي ترڅو د غزې د "بشپړې ازادۍ" غوښتنه وکړي.

نوموړي وویل که څه هم د دې ماموریت  پړاو پای ته رسېدلی، خو د فلسطین له داعیې سره د مالیزیا او سلانګور ایالت ژمنه نه ختمېدونکې ده. هغه دا هم وویل چې په راتلونکي کې په مالیزیا کې د فلسطین په اړه د نړیوالو کنفرانسونو د جوړولو پلان لري او د "صمود ۳.۰" هڅې به تر هغه وخته روانې وي چې پر غزې لګول شوې کلابندي په بشپړه توګه لیرې شي.

 

وپلټۍ
د نیپال او چین د سیلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی او زرګونه کسان لا هم ورک دي
د بریتانیا حکومت پر لایپزیگ هوایي ډګر برید له امله روسي استازی احضار کړ
د امریکا د استازو جرګې د هغو پوهنتونونو لپاره د بندیزونو لایحه تصویب کړه چې پر اسرائیلو بایکاټ لګوي
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تېلو د تصفیې په یوه فابریکه کې د ډرون برید وروسته اور رامنځته شو
یوه ۱۰۱ کلنه ښځه د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شوه
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش په کیف او نورو اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه په کلکه وغندل