جاپان شمال ختیځې سیمې یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزولې
د جاپان شمال ختیځې سیمې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۷ په شدت سره یوې زلزلې ولړزولې چې له امله یې د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د سونامي خبرداری ورکړ.
د جاپان شمال ختیځې سیمې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۷ په شدت سره زلزلې ولړزولې، د سونامي خبرداری يې ورکړ
دا زلزله د هغو زلزلو په لړۍ کې وروستۍ ده چې په تیرو څو ورځو کې د جاپان په ورته سیمه کې شوي دي.
د جاپان شمال ختیځې سیمې د ۶.۷ د ریښتر په کچه یوې زلزلې ولړزوه، چې له امله یې د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د سونامي خبرداری ورکړ.
د JMA ادارې، چې خپل لومړنی ۶.۵ اټکل یې لوړ کړ، د جمعې په ورځ دا هم وويل چې د شمالي ارام سمندرګي پر ساحلونو کې کېدای شي تر يو متر (درې فټه) پورې د سونامي څپې رامنځته شي.
زلزله د سهار ۱۱:۴۴ دقيقو وشوه، څو ورځې وروسته له هغه چې په ورته سیمه کې د ۷.۵ د ریښتر په کچه یوه لویه زلزله وشوه.
دغه زلزله همدارنګه له هغې بلې ۵.۹ شدت زلزلې يوه ورځ وروسته رامنځته شوه چې په همدې سيمه کې شوې وه.
تر ۷.۵ د ریښتر په کچه زلزلې وروسته، چارواکو خبرداری ورکړی و چې دغه سيمه کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د ورته يا تر دې هم قوي زلزلې تجربه کړي، او حکومت زرګونو اوسېدونکو ته د احتمالي تخلیې لپاره د تيارۍ امر کړی و.