منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
سوریې ددې هیواد  په قنیطره او درعا کې د اسرائیلو ننوتل او توپچي بریدونه وغندل
سوریې د خپل هیواد په سویل کې د اسرائیلو تېری غندلی او ویلي یې دي چې د قنیطره او درعا ولایتونو ته د اسرائیلي ځواکونو ننوتل او توپچي بریدونه د دغه هېواد ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي.
سوریې ددې هیواد  په قنیطره او درعا کې د اسرائیلو ننوتل او توپچي بریدونه وغندل
سوریې ددې هیواد  په قنیطره او درعا کې د اسرائیلو ننوتل او توپچي بریدونه وغندل

دمشق وايي چې د اسرائیلو مداخلې او بریدونه نړیوال قوانین، د ملګرو ملتونو منشور او د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلوالي هوکړه نقض کوي.
سوریې د خپل هیواد په سویل کې د اسرائیلو تېری غندلی او ویلي یې دي چې د قنیطره او درعا ولایتونو ته د اسرائیلي ځواکونو ننوتل او توپچي بریدونه د دغه هېواد ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي.

د سوریې د بهرنیو چارو او کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه "ملکي وګړي ډاروي" او د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلوالي د هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د اسرائیلو دوامداره تېري کوونکي اقدامات د امنیت او ثبات د ټینګښت هڅې کمزورې کوي، په نښه شویو سیمو کې د ملکي وګړو کړاوونه زیاتوي او په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو خطر رامنځته کوي.

د نړیوالې مداخلې غوښتنه
سوریې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د دغو تکراري سرغړونو د پای ته رسولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

دغه وزارت همداراز ټینګار وکړ چې د ځواکونو د بېلوالي هوکړې ته باید په داسې ډول درناوی وشي چې د سوریې ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پکې خوندي وي.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته، اسرائیلو د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلوالي د هوکړې د له منځه تللو اعلان وکړ او د پولې د سوریې په لور یې یوه حایله یا بې طرفه سیمه  ونیوله. پدې وروستیو کې اسرائیلي ځواکونه او زغره وال ګاډي د درعا په کلیوالي سیمو کې لیدل شوي چې د 'جمله' او 'سیسون' ترمنځ ستراتیژیکه لاره یې نیولې ده.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".