تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیې ته په لاره د ایران لخوا راتوغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو.
د تورکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ایران لخوا راتوغول شوی بالستیک توغندی د تورکیې هوايي حریم ته د راننوتو سره سم تثبیت او له منځه وړل شوی دی.
تورکیې ته په لاره د ایران لخوا راتوغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو.
تورکیې ته په لاره د ایران لخوا راتوغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو. / TRT World

تورکیې ته پر لاره د ایران یو بالستیک توغندی شنډ کړای شو

د متحدینو هوایي دفاعي سیستمونو هغه بالستیک توغندی کشف او شنډ کړ چې د غازي عنتاب (Gaziantep) په لور روان و؛ انقرې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د هېواد د هوایي حریم د ساتنې سیسټم په بشپړ ډول فعال دی.

په یوه اونۍ کې د تورکیې هوایي حریم ته د ایران د دوهم بالستیک توغندي ننوتلو دا وېرې زیاتې کړي چې په منځني ختیځ کې پراخېدونکی کړکېچ ښايي د ناټو (NATO) قلمرو ته هم وغځېږي.

د تورکیې د چارواکو په وینا، د ناټو هوایي دفاعي سیستمونو هغه بالستیک توغندی شنډ کړی چې له ایران څخه توغول شوی و او د تورکیې په لور روان و. دا په تېره یوه اونۍ کې دوهمه ورته پېښه ده چې د ایران توغندي د تورکیې هوایي حریم ته ننوځي.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دا توغندی د مدیترانې سمندرګي په ختیځه برخه کې کشف او د متحدینو د هوایي او توغندیزو دفاعي سیستمونو لخوا وویشتل شو. د توغندي پاتې شوني د تورکیې په سویل ختیځ کې د غازي عنتاب ولایت په "شاهین‌بي ولسوالۍ کې لوېدلي دي. چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

انقره د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي

د تورکیې د ارتباطاتو رئیس، برهان الدین دوران وویل چې توغندی تورکیې ته له رسېدو وړاندې "پر وخت کشف او شنډ کړای شو". هغه زیاته کړه چې حکومتي ادارو له لومړۍ شېبې دا پېښه له نږدې څارله او لازم امنیتي او دفاعي اقدامات یې تر سره کړي دي.

ښاغلي دوران وویل: "ټول اړونده واحدونه، په ځانګړې توګه د ملي دفاع وزارت په بشپړې همغږۍ سره عمل کوي." هغه ټینګار وکړ چې د تورکیې د هوایي حریم او پولو د امنیت ساتلو لپاره د دولت وړتیا او هوډ په لوړه کچه کې دی.

دوران د سیمې د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او له ټولو لورو، په ځانګړې توګه له ایران څخه یې وغوښتل چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې سیمه ییز ثبات له خطر سره مخ کوي یا ملکي وګړي په نښه کوي.

هغه وویل: "دا خورا مهمه ده چې په سیمه کې تاوتریخوالی نور زیات نه شي او جګړه پراخو سیمو ته خپره نه شي."

نوموړي همداراز له هېوادوالو او رسنیو وغوښتل چې یوازې پر رسمي څرګندونو تکیه وکړي او د داسې ناتایید شویو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د وېرې او ناسم پوهاوي لامل کېږي.

د دې توغندي شنډول د تېرې اونۍ له هغې پېښې وروسته کېږي چې یو بل ایراني توغندی هم د تورکیې فضا ته ننوتی و، چې دې چارې په ناټو کې د جګړې د خپرېدو اندېښنې راپارولې دي.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي