اردوغان له ټرمپ سره د سوریې د وضعیت او د غزې د سولې بورډ د هڅو په اړه خبرې وکړې
اردوغان د سې شنبې په ورځ وویل، تورکیه به له امریکا سره د همکاریو د ښه کولو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولو برخو کې د اړیکو د پرمختګ لپاره ګامونو اخیستو ته دوام ورکړي.
اردوغان له ټرمپ سره د سوریې د وضعیت او د غزې د سولې بورډ د هڅو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټرمپ ته وویل چې تورکیه له امریکا او سوریې چارواکو سره په همغږۍ په سوریه کې د اوربند او ادغام تړون له نږدې څاري.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، په سوریه کې د وضعیت، د غزې د سولې بورډ پر هڅو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې.
اردوغان د سې شنبې په ورځ وویل، تورکیه به له امریکا سره د همکاریو د ښه کولو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولو برخو کې د اړیکو د پرمختګ لپاره ګامونو اخیستو ته دوام ورکړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې تورکیه په ګاونډي هیواد سوریه کې د اوربند او ادغام تړون بشپړ پلي کیدو ته ډیر اهمیت ورکوي، او دا چې انقره دا پروسه د متحده ایالاتو او سوریې چارواکو سره په همغږۍ له نږدې څاري.
هغه خپله هیله هم څرګنده کړه چې د غزې د سولې بورډ به ګټورې پایلې ترلاسه کړي.
اردوغان وویل، هغه په دې باور دی چې په غزه کې د بشري ناورین پای ته رسول او د دغې سیمې بیارغونه به په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.
ټرمپ د جنورۍ په ۱۵ مه د غزې لپاره د خپل پراخ پلان د یوې برخې په توګه د "سولې بورډ" د جوړولو اعلان وکړ، چې له مخې یې د اوربند تړون وشو. دا بورډ وروسته د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۰۳ پریکړه لیک له خوا تصویب شو.