نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر پر هندوستان نوې تعرفې ولګولې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو هېوادونو د "ډیرو نورو" اضافي بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړ چې د روسیې د تېلو پېریدلو ته ادامه ورکوي. ټرمپ دا څرګندونې  پر هند د نویو بندیزونو له اعلان څخه څو ساعته وروسته وکړې.
د امریکا ولسمشر پر هندوستان نوې تعرفې ولګولې
/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو هېوادونو د "ډیرو نورو" اضافي بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړ چې د روسیې د تېلو پېریدلو ته ادامه ورکوي. ټرمپ دا څرګندونې  پر هند د نویو بندیزونو له اعلان څخه څو ساعته وروسته وکړې.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "تاسو به ډیر نور څه وګورئ. تاسو به دومره ډیر نور اضافي بندیزونه وګورئ." هغه چین ته په اشارې سره وویل چې ممکن له راتلونکو هېوادونو څخه وي چې نوي بندیزونه پرې ولګوي.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا بیجینګ به هم له ورته اقداماتو سره مخ شي، هغه وویل: "کیدای شي داسې وشي. دا په دې پورې اړه لري چې موږ څومره پرمختګ کوو. کیدای شي داسې وشي." هغه له چین سره روانو سوداګریزو خبرو ته اشاره وکړه، چې ادعا یې وکړه پرمختګ پکې روان دی.

د ورځې په پیل کې، ټرمپ پر هندي وارداتو د ۲۵ سلنه اضافي تعرفې د لګولو یو اجرائیوي امر لاسلیک کړ، چې د نوي ډیلي د روسیې د خامو تېلو "پرله پسې بیا پلور او ګټه اخیستنې" په ځواب کې و.

ټاکل شوې چې دا تعرفې په ۲۱ ورځو کې عملي شي.

په سوداګریزو خبرو اترو کې، مودي ممکن د ټرمپ سره له کوم ډیپلوماتیک ښه نیت یا شخصي اړیکې څخه ګټه وانه خلي.

دغه امر د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د خزانې وزیر سکاټ بېسنت ته هم دنده سپارلې چې نور هغه هېوادونه په نښه کړي چې په "مستقیم یا غیر مستقیم ډول" د روسیې څخه تېل واردوي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې ټرمپ وویل امریکا به د روسیې له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره مسکو ته د ځانګړي استازي سټیو ویتکوف له سفر وروسته د نورو بندیزونو په اړه "پریکړه وکړي."

 

وپلټۍ
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ