نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د روسیې د پخواني ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې سیمې ته دوه اټومي اوبلتونه لیږلي دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هغه د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف لخوا  د ترسره شوو 'احمقانه او پاروونکو' څرګندونو په ځواب کې  دوه اټومي اوبتلونه اړوندو سیمو کې د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.
ټرمپ د روسیې د پخواني ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې سیمې ته دوه اټومي اوبلتونه لیږلي دي
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هغه د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف لخوا  د ترسره شوو 'احمقانه او پاروونکو' څرګندونو په ځواب کې  دوه اټومي اوبتلونه اړوندو سیمو کې د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ د  ټولنیزه رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "ما  ددې احمقانه او پاروونکو څرګندونو چې یوازې خبرې ندي په ځواب کې په اړوند سیمو کې د دوه اټومي اوبتلونو اړوندو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی .هغه خبرداری ورکړ چې خبرې "اکثره د ناڅاپي پایلو لامل ګرځي."

دا ګام د ټرمپ او میدویدیف ترمنځ چې اوسمهال د  روسیې د امنیت شورا مرستیال مشر دی د تندو  خبرو وروسته اخیستل شوی، چې اوس  ټرمپ د دې اونۍ په پیل کې مسکو ته لس ورځنی ضرب الاجل ورکړی و چې په اوکراین کې د اوربند موافقه وکړي، که نه نو د روسیې او د هغې د سوداګریزو شریکانو پر صادراتو به سخت تعرفې ولګوي.

د روسیې د سړې جګړې د وخت د اټومي وسلو یادونه

میدویدیف د ټرمپ لخوا روسیې ته د مهلت ورکولو په غبرګون کې ټرمپ تورن کړ چې د "الټیماټمونو لوبه" کوي او هغه ته یې د روسیې د سړې جګړې د وخت د اټومي وسلو یادونه وکړه. ټرمپ په ځواب کې میدویدیف ته خبرداری ورکړ چې "خپلو خبرو ته پام وکړي."

د کریملین چارواکو د امریکا د ولسمشر ګواښونه رد کړي دي، او داسې کومه نښه نشته چې مسکو دې د ټرمپ ضرب الاجل ومني.

د ستراتیژیکو وسایلو د بیا ځای پر ځای کولو په اړه د ټرمپ پرېکړه د اوکراین د جګړې په اړه د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په منځ کې د خبرو د سختېدو څرګندونه کوي.

له هغه وخت راهیسې چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې پراخه جګړه پیل کړې، میدویدیف د مسکو په مشرتابه کې یو له خورا توند غږونو څخه ګرځېدلی، چې اکثره د لویدیځ پر وړاندې پاروونکي څرګندونې کوي.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي