نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د چین په سویلي "ګوانګشي جوانګ" خپلواکه سیمه کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل

د ګوانګشي په شینګان ولسوالۍ کې یوې چاودنې اووه تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان کړي دي. چارواکو د ګاز نللیکې د چاودنې لامل نه دی بللی او څېړنې روانې دي.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د چین په سویلي "ګوانګشي جوانګ" خپلواکه سیمه کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د دولتي ورځپاڼې "ګلوبل ټایمز" د راپور له مخې، دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ په ځايي وخت د سهار په ۱:۴۰ بجو په شینګان ولسوالۍ کې شوې ده.

لومړنیو څېړنو د ګاز نللیکې او ورته نور عوامل د چاودنې د لامل په توګه رد کړي دي. پولیسو ویلي چې د عامه امنیت چارواکي د پېښې د دقیق لامل معلومولو لپاره خپلو پلټنو ته دوام ورکوي.

ټپیان روغتون ته انتقال شوي او ویل کېږي چې د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ  دی. په سیمه کې د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

د شینګان ښارګوټی په یوه غره ییزه سیمه کې پروت دی چې د کاني او کرنیزو سرچینو څخه بډایه دی.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده