منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د ايران د روغتيا وزارت: د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته لوړ شو
د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې پر دغه هېواد د امريکا او اسرائيلو په ګډو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته رسېدلی دی.
د ايران د روغتيا وزارت: د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته لوړ شو
د ايران د روغتيا وزارت: د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته لوړ شو / AP

د ایران د روغتیا وزارت وياند حسين کرمانپور تاييد کړه چې په وژل شويو کې ۱۸۰ ماشومان دي، چې په تهران کې یو کلن ماشوم هم پکې شامل دی.

د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې پر دغه هېواد د امريکا او اسرائيلو په ګډو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته رسېدلی دی.

د وزارت وياند حسين کرمانپور وويل چې د فبرورۍ له ۲۸مې د مارچ د ۴مې نېټې د ځايي وخت تر مازديګر ۵ بجو پورې په ترسره شويو بريدونو کې ۶۱۸۶ کسان ټپيان شوي دي. کرمانپور په ایکس (X) ټولنيزه شبکه کې په یوه بیان کې ویلي چې له ټپیانو څخه ۲۰۵۴ کسان دا مهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه چې ۳۵۴۵ نور کسان له درملنې وروسته رخصت شوي، او ۵۵۲ کسانو په پېښځای کې طبي مرستې ترلاسه کړې دي. د هغه په وینا، تر اوسه پر ټپیانو ۵۰۲ جراحي عملیات ترسره شوي دي.

د تلفاتو جزیات
د وزارت د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۱۳ سلنه ښځې او ۸۷ سلنه نارینه شامل دي. کرمانپور وویل چې په وژل شویو کې ۱۸۰ کسان تر ۱۸ کلونو کم عمره وو، چې درې پکې تر پنځو کلونو کوچني ماشومان دي. په تهران کې یو کلن ماشوم د دغو بريدونو تر ټولو کم عمره قرباني وه.

د ټپیانو په منځ کې ۳۰۱ کسان تر ۱۸ کلونو کم عمره او ۳۹ یې تر پنځو کلونو کوچني دي. تر ټولو کم عمره ټپي یو شپږ میاشتنی ماشوم (هلک) دی، په داسې حال کې چې تر ټولو مشر ټپي یو ۹۱ کلن سړی دی.

اسرائيلو او امریکا متحده ايالاتو د تېرې شنبې له ورځې راهیسې پر ايران پراخو بريدونو ته دوام ورکړی، چې پکې د ستر مذهبي مشر علي خامنه اي او د لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون په سلګونو کسان وژل شوي دي. ايران د دې بريدونو په ځواب کې پر اسرائيلو او د خلیج پر هغو هېوادونو چې د امريکا پوځي تاسیسات پکې دي، د ډرون او ميزایلي بريدونو له لارې غبرګون ښودلی دی.

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ