اردوغان : د سوریې په سویل کې د سویدا په ښار کې نښتې نه یواځې سوریې ته بلکې سیمې ثبات ته ګواښ دی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روس سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي دي چې د سویدا څخه د سوریې د ځواکونو له وتلو وروسته نښتې ټولې سیمې ته ګواښ دی.

/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سوریه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه ټيلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روس سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي دي چې د سویدا څخه د سوریې د ځواکونو له وتلو وروسته نښتې ټولې سیمې ته ګواښ دی.

د تورکیې د عامه اړیکو د ریاست په وینا، ولسمشر اردوغان د جمعې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټيلیفوني خبرو کې  دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه بحث وکړ

اردوغان وویل چې تورکیې هدف  په سوریه کې د ثبات او امنیت ډاډمن کول او د هیواد د بیارغونې ملاتړ کول دي او  ټینګار یې وکړ چې دا مهمه ده چې اسرائیل د سوریې د حاکمیت سرغړونه ونه کړي.

ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو د دریم پړاو په اهمیت د ټینګار سره وویل ، د دواړو اړخونو لخوا د مذاکراتو پر نیټې د موافقې په صورت کې تورکیه په استانبول کې د سولې د مذاکراتو کوربه توب لپاره پوره چمتووالی ده.

په ورته وخت کې، پوتین د استانبول د خبرو اترو پلیټ فارم له لارې د منځګړیتوب لپاره د اردوغان د چمتووالي څخه مننه وکړه او د کریملین د یوې اعلامیې له مخې، د سیاسي او ډیپلوماتیک حل لپاره د روسیې ژمنې بیا تکرار کړې.

هغه د اقتصادي اړیکو په برخه کې پرمختګونه هم وڅېړل، او د جون په ۲۷مه د روسیې-تورکیې د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د بین الحکومتي کمیسیون د پایلو هرکلی یې وکړ.

پوتین او اردوغان موافقه وکړه چې د مهمو مسئلو په اړه به د خبرو کولو په خاطر د تماس په حال کې پاتې شي.