نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د بریتانیا لومړي وزیر برنهم وویل چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د  روان وضعیت پر وړاندې به چپ پاتې نشي
د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهم  په لوېدیځه غاړه او غزه کې د اسرائیلو د اقدامونو او تیریو پر وړاندې د خپل هېواد روښانه غبرګون څرګند کړ او ویې ویل: «د ماشومانو په ګډون بېشمره بې ګناه کسان وژل شوي دي. همدارنګه سیمې ته ډېرې لږې بشري مرستې رسېږي.»
د بریتانیا لومړي وزیر برنهم وویل چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د  روان وضعیت پر وړاندې به چپ پاتې نشي
د بریتانیا لومړي وزیر برنهم وویل چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د  روان وضعیت پر وړاندې به چپ پاتې نشي

«د ماشومانو په ګډون بېشمره بې ګناه کسان وژل شوي دي.»

انډي برنهم د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو (UN) عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې روښانه کړه چې بریتانیا د منځني ختیځ پالیسي بیابیا جدي ارزیابي له له سره يي پر غور  کړی دی او له یوه شمیر نورو همکارو هېوادونو سره په همغږۍ عملي ګامونه پورته کوي.

برنهم  ددې خبرې په ټینګار  وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیلو شوی برید په غزه او لوېدیځه غاړه کې د هغوی هېڅ برید او تیري ته مشروعیت نه شي بښلی: «د ماشومانو په ګډون خورا زیات خلک قرباني او وژل شوي دي. سیمې ته د بشري مرستو کچه بیخي کمه ده. دا دردونکی وضعیت له ډېرې مودې راهیسې دوام لري. د بېساري انسان سوزوونکو دردونو او کړاوونو پر مهال، او کله چې د دواړو لورو د هوساینې او تلپاتې سولې یوازینۍ لاره  یعنی دوه دولتي حل لاره  تر شدید برید لاندې ده، موږ چپ او خاموش پاتې کېدای نه شو.»

برنهم په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو لخوا د غیرقانوني ښارګوټو د جوړولو د پلانونو په ځواب کې وویل: «داسې اقداماتو ته هېڅکله اجازه نه شي ورکول کېدای. له همدې امله موږ عملي اقدام وکړ او له غیرقانوني ښارګوټو سره مو هر ډول تجارتي او اقتصادي اړیکې منع کړې. موږ دا روښانه کړه چې د فلسطین پر خاوره د اسرائیلو اشغال بالکل غیرقانوني دی. موږ غواړو چې د وژنو او ناخوالو دغه سلسلې ته سمدستي د پای ټکی کېښودل شي. موږ غواړو چې اسرائیلیان او فلسطینیان د یوه بل تر څنګ په سوله او ډاډمن امنیت کې ژوند وکړي.»

انډي برنهم په پای کې یادونه وکړه چې د دوه دولتي حل لارې په اړه خبرې تر نامعلومې مودې غځول او د دې بستر په عملی کولو کې ناکامېدل د سیاسي ادارو او جوړښتونو ترمنځ د ولسونو باور ختموي او زیاته یې کړه: «زموږ دښمنان به له دغې ترخې ناکامۍ څخه ناسمې استفادې پیل کړي.»

 

وپلټۍ
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي