نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
جې ډي وانس :واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وانس وايي، ایران تر اوسه د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره په "ښه نیت" خبرې کوي، که څه هم د غني شویو یورانیمو د زېرمو پر سر اختلافات لا هم پر ځای دي.
جې ډي وانس :واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي.
جې ډي وانس :واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وانس خبریالانو ته وویل چې واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالات په داسې دریځ کې دي چې کولی شي د تهران اټومي پروګرام په اساسي ډول له خنډ سره مخ کړي.

ډېری امریکایي او د منځني ختیځ رسنیو راپور ورکړی چې متحده ایالاتو او ایران د پنجشنبې په ورځ هوکړه وکړه چې خپل اوربند وغځوي او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو پر تګ راتګ محدودیتونه لرې کړي، خو دا پرېکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید ته انتظار ده.

وانس وویل چې له تهران سره په خبرو کې د یورانیمو د غني شویو زېرمو او د غني کولو د څرنګوالي په اړه ځینې جنجالي ټکي شتون لري. هغه وویل: "سخت دي چې دقیقا وویل شي ولسمشر به کله یا ایا دا تفاهم لیک  لاسلیک کړي. موږ د متن پر ځینو ټکو بحث کوو. موږ په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی."

وانس، چې په دې مذاکراتو کې یې مهم رول لوبولی، زیاته کړه: "زه تضمین نشم ورکولی چې موږ به هوکړې ته ورسېږو، خو اوسمهال یې په اړه ښه احساس لرم." ده وویل چې ایرانیانو "لږترلږه تر اوسه پورې په ښه نیت" خبرې کړي او دواړه لوري غواړي د هرمز تنګی پرانیزي، خو لا هم د یورانیمو د زېرمو پر سر اختلاف شته.

ټرمپ او د هغه ټیم د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل څخه ویلي و چې د دې بریدونو یو اصلي لامل دا و چې ډاډ ترلاسه کړي ایران به هیڅکله اټومي وسله ونه لري. وانس خبریالانو ته وویل: "موږ په داسې حالت کې یو چې کولی شو د دوی اټومي پروګرام نه یوازې د دې ولسمشر په دوره کې، بلکې د اوږدې مودې لپاره په اساسي ډول شاته وغورځوو."

د تفاهم لیک جزئیات
امریکایي سرچینو د "اکسیوس" خبري سایټ راپور تایید کړی چې دغه تفاهم لیک به د هرمز تنګی پرانیزي خو د ایران اټومي پروګرام به لا هم نا حل شوی پریږدي، چې وروسته به ورباندې خبرې وشي. د راپور له مخې، دا ۶۰ ورځنۍ هوکړه به دا روښانه کوي چې د هرمز تنګي له لارې بېړۍ چلول به ازاد وي، هیڅ محصول (ټول) به نه اخیستل کېږي او ایران باید په ۳۰ ورځو کې ټول ماینونه پاک کړي.

په بدل کې به متحده ایالات د ایران د بندرونو سمندري کلابندي لرې کړي، خو دا به یوازې د سوداګریزو بېړیو د بیا پیل کېدو له کچې سره متناسبه وي. په دې تفاهم لیک کې به د ایران دا ژمنه هم شامله وي چې د اټومي وسلو په لټه کې به نه وي.

خو د ایران "تسنیم" خبري اژانس د تهران مذاکراتو ته د یوې نږدې سرچینې له قوله ویلي چې متن لا ندی نهایي شوی او که هوکړه وشي، منځګړي هېواد پاکستان ته به خبر ورکړل شي. ایراني سرچینو ویلي چې هره هوکړه یوازې هغه وخت بشپړه ده چې د تهران لخوا اعلان شي، نه په یو اړخیز ډول د ټرمپ لخوا.

متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۸مه له اسرائیلو سره یو ځای پر ایران بریدونه پیل کړل، چې په لومړیو بریدونو کې یې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، ډېر لوړ پوړي چارواکي او په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول. خو ایران سمدستي د هرمز تنګي په کنټرولولو سره ځواب ورکړ او پر خلیجي عربي هېوادونو یې د توغندیو او ډرون بریدونو باران وکړ، چې د دغو تېل لرونکو هېوادونو ثبات یې له ننګونې سره مخ کړ.

د اپریل له ۷مې راهیسې د پاکستان په منځګړیتوب یو نازک اوربند ټینګ دی. اسلام اباد له هغه وخت راهیسې خپلې هڅې ګړندۍ کړې ترڅو د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه رامنځته کړي.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي