نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ایران په جګړه کې ۱۴۰ تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو وضعیت يي ښه ندی
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي  د ایران په جګړه کې ۱۴۰ تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو وضعیت نازکه دی
د ایران په جګړه کې ۱۴۰ تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو وضعیت يي ښه ندی
د ایران په جګړه کې ۱۴۰ تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو وضعیت يي ښه ندی / AP

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، جنرال ډان کین، ویلي چې ایران جګړه کوي او د دې لپاره د درناوي وړ دی، خو زیاته یې کړه چې ایراني ځواکونه تر هغه څه چې پخوا فکر کېده، پیاوړي نه دي.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا، د ایران په جګړه کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو روغتیایي وضعیت يي نازکه دی.

د د امریکا د دفاع وزارت ویاند، شان پارنل، د سه‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "د 'حماسي قهر عملیاتو' له پیل راهیسې، په لس ورځنیو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي عسکر ټپيان شوي دي."

پارنل زیاته کړه چې اته سخت ټپي شوي عسکر تر ټولو لوړې کچې طبي پاملرنې لاندې دي.

رویټرز خبري اژانس نه دی توانېدلی چې د ټپونو نوعیت او دا چې په دغو ټپونو کې "د مغزي ضربې صدمې" شاملې دي که نه، تشخیص کړي. دا ډول ټپونه معمولاً له چاودنو سره تر مخامخ کېدو وروسته رامنځته کیږي.

ایران د فبرورۍ له ۲۸مې، کله چې دا نښتې پیل شوې، راهیسې د امریکا پر پوځي اډو ځوابي بریدونه کوي. تر اوسه ایران د عربي خلیج په هېوادونو کې پر دیپلوماتیکو ماموریتونو، هوټلونو، هوايي ډګرونو بریدونه کړي او د تېلو زیربناوو ته یې زیان اړولی دی.

دا شمېرې وروسته له هغه د امریکايي عسکرو د پراخو تلفاتو لومړنۍ نښه ده چې په کویټ او سعودي عربستان کې د ایران په ځوابي توغندیزو او ډرون بریدونو کې اووه امریکایي عسکر ووژل شول.

د سه‌شنبې په ورځ خبریالانو ته د وینا پر مهال، د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال ډان کین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران تر تمې ډېر پیاوړی دښمن دی، وویل چې روانه جګړه تر هغه څه چې تمه یې کېده، سخته نه ده.

کین په پنټاګان کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "زما په اند دوی جګړه کوي، او زه یې درناوی کوم، خو فکر نه کوم چې دوی تر هغه څه چې موږ یې فکر کاوه، پیاوړي دي."

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسیت د سه‌شنبې په ورځ وویل چې د ایران پر خاوره به د امریکا هوايي بریدونه تر ټولو سخت پړاو ته ورسېږي؛ په داسې حال کې چې د ایران کمزوري شوي پوځي رژیم د مقاومت د دوام هوډ څرګند کړی دی.

بې‌ساري پوځي پایلې

په تهران کې اوسېدونکو ویلي چې پلازمېنه د جګړې د ځینو تر ټولو سختو هوايي بریدونو شاهده وه، زورورو چاودنو د ښار لوېدیځې سیمې ولړزولې او د برېښنا پراخه پرچاوي رامنځته شوه.

د تهران په لوېدیځ کې یوه اوسېدونکي وویل چې بریدونه د نیمې شپې په شاوخوا کې وشول او سیمه یې شاوخوا نیم ساعت ولړزوله.

د ایران د پارلمان رئیس، محمد باقر قالیباف، د اوربند هر ډول وړاندیز رد کړ، په داسې حال کې چې د ایران یوه بل جګپوړي امنیتي چارواکي، علي لاریجاني، پر X ټولنیزه شبکه لیکلي: "ایران ستاسو (ټرمپ) له تشو ګواښونو نه وېرېږي."

په ورته وخت کې، ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ وویل که ایران د هرمز په تنګي کې کوم ماینونه ځای پر ځای کړي وي، باید سمدستي یې لرې کړي او دا به "په سم لوري یو لوی ګام" وي.

د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ چې که ماینونه سمدستي پاک نه شي، نو له داسې پوځي پایلو سره به مخ شي چې مخینه به یې نه وي لیدل شوې.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.